بریتانوی سندرغاړی 'لییم پين' ارجنټاین کې د هوټل له درېیم پوړه راغورځېدلی او مړ شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
د بریتانیا مشهور سندرغاړی 'ليیم پين' په ارجنټاین کې د یوه هوټل له درېیم پوړه راغورځېدلی او مړ شوی دی.
د بریتانیا د یوې وتلې سندرډلې 'ون ډایرېکشن' دغه پخوانی ۳۱ کلن غړی د ارجنټاین په پلازمېنه 'بیونس ایرېس' کې په یوه هوټل کې و.
ځايي پولیسو ویلي، دوی ته د ټلیفون له لارې شکایت وشو چې "یو قهرجن سړی دی چې ښايي د نشهیي توکو یا د شرابو په نشه کې وي."
کله چې پولیس سیمې ته رسېدلي نو له ډلې یې یوه افسر ویلي چې د هوټل په انګړ کې یې "لوړ غږ" واورېد او وروسته یې د دغه هنرمند مړی وموند.
پولیسو په دې اړه پلټنې پیل کړې دي.
د بېړنیو روغتیايي خدمتونو مشر 'البرتو کرسنتي' د ارجنټاین ځايي رسنیو ته ویلي چې لييم پين سخت ژوبل شوی و او جسد یې د عدلي طب معاینې لپاره روغتون ته لېږدول شوی دی.
له ښاغلي کرسنتي وپوښتل شول چې دغه هنرمند د هوټل له بالکن راغورځېدلی او که څنګه، خو هغه په دې اړه له ځواب ورکولو ډډه وکړه.
په همدې حال کې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د دې پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې د "یوه بریتانوي وګړي د مړینې په اړه" د ارجنټاین له چارواکو سره په اړیکه کې دي.
خو دغه وزارت هم په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
تر مرګ مخکې پر خواله رسنۍ وروستی پیغام

د عکس سرچینه، SNAPCHAT
دغه بریتانوي سندرغاړي تر خپل مرګ څو ساعته مخکې پر 'سنپ چټ' له خپلې ملګرې سره د سهار ناشتې کولو په اړه یوه ویډيو خپره کړې وه.
په ویډیو کې یې ویل، "په ارجنټاین کې یوه ښکلې ورځ ده او موږ له دې شېبو خوند اخلو."
د لییم پين د مرګ خبر په اورېدو سره د هغه ګڼ مینه وال په 'بیونس ایرېس' کې د هوټل شاوخوا راټول شوي دي، د غم اظهار کوي او په یاد یې شمعې بلوي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، Reuters
د هغه یوې مینهوالې 'وایلیتا انتیر' رویټرز اژانس سره په خبرو کې وویل، "زه په خپله کوټه کې وم چې خور مې راته وویل چې لييم مړ شوی دی. هېڅ باور مې نه شو کولای. نو ځکه په خپله دلته راغلم چې وګورم، دا خبر څومره ریښتیا دی."
پر لیکه بڼه هم دغه بریتانوي هنرمند سره د خواخوږۍ پیغامونه خپرېږي او ګڼو مشهورو کسانو یې پر مړینه خواشيني څرګنده کړې ده.
لييم پين څوک و؟

د عکس سرچینه، Getty Images
لییم پين د بریتانیا په 'ولورهېمپټن' ښار کې زېږېدلی و. د هنر په ډګر کې د نوم ګټلو لپاره یې په ۲۰۰۸ کې فعالیت پيل کړ چې لا ۱۴ کلن و.
هغه د بریتانیا هنري سیالۍ 'د اېکس فېکټر' کې تر یو ځل ناکامېدو وروسته په ۱۶ کلنۍ کې په ۲۰۱۰ کې بیا ګډون پکې وکړ او څو پړاوه مخکې پکې لاړ او هماغلته یې له څلورو نورو هنرمندانو سره د 'ون ډایرېکشن' په نوم بېنډ یا سندرډله رامنځته کړه.
دې ډلې په ګډه په بریتانیا کې ځينې البمونه وړاندې کړل چې په ټوله نړۍ کې یې مینه وال پیدا کړل. په ۲۰۱۵ کې دې سندرډلې د "دمې کولو" اعلان وکړ.
په ۲۰۱۶ کې لیيم پين له هنرمندې 'شېل ټویډي' سره د مینې له اړیکې پرده پورته کړه او په ورپسې کال یې یو زوی پیدا شو. خو دا جوړه په ۲۰۱۸ کې سره جلا شوه.
د روانې اوونۍ په پیل کې د لییم یوې مخېکنۍ ملګرې 'مایا هېنري' د خپل یوه وکیل پر مټ رسنیو ته وویل چې د هغه پر ضد یې محکمې ته عریضه کړې.
هغې پر خواله رسنۍ په یوه پوسټ کې پر لییم تور پورې کړی و چې ګواکې د دې له منع کولو سره سره هغه بیا هم ورسره د اړیکه نیولو هڅه کوي.
خو لییم په دې اړه څه ونه ویل.








