مېټا وايي ۱۱ زره کارکوونکي به خپلې دندې له لاسه ورکړي

فېسبوک

د عکس سرچینه، Getty Images

مېټا شرکت چې د فېسبوک، انسټګرام او وټس اپ مالکيت لری، د خپل کاري ځواک د ۱۳٪ کمولو اعلان کړی دی.

په دې ډله ييزه ګوښه کېدنه کې به په نړيواله کچه له ۸۷ زره کارکوونکو څخه ۱۱ زره کسان خپلې دندې له لاسه ورکړي.

د مېټا اجرائیوي مشر مارک زوکربرګ ويلي، "دا د مېټا په تاريخ کې تر ټولو ستونزمن بدلونونه دي چې موږ ترسره کړل."

نوموړي په يوه بيان کې ويلي، "زه پوهېږم چې دا د هر چا لپاره سخت دی او زه په ځانګړې توګه له هغو کسانو بښنه غواړم چې اغېزمن شوي دي."

مارک زوکربرګ د دې ګوښه کېدنې علت د وبا پر مهال د شرکت د عايد په اړه شوې وړاندوينه واچوله.

نوموړی وایي، "ډېرو اټکل کاوه چې د ګټې زياتوالی به دایمي وي، زه هم په دې باور وم، ځکه ما هم پرېکړه وکړه چې زياته پانګونه وکړم."

نوموړي زياته کړه چې اقتصادي ځوړتيا او د سيالۍ زياتوالی د دې لامل شو چې په ګټه کې له هغه څه چې وړاندې يې اټکل کېده، کمه شي.

ده وويل، "ما دا تېروتنه وکړه او زه يې مسئول يم."

له دې وړاندې په پراخه کچه د دندو کمېدو تمه کېده.

ښاغلي زوکربرګ وويل، شرکت به یې د "ودې پر مهمو لومړيتوبونو تمرکز وکړي لکه مصنوعي استخبارات، اعلانونه او د مېټاورس لپاره زموږ پر اوږدمهاله ليد."

مېټا شرکت به په نورو ځايونو لکه د ودانيو او دفترونو برخه کې هم لګښتونه راکم کړي.

زوکربرګ وويل، "اغېزمن شوي کارکوونکي به ډېر ژر په دې اړه برېښناليک ترلاسه کړي او د پوښتنو کولو فرصت به ولري. "

امريکا کې د دې شرکت کارکوونکي به د څلورو مياشتو معاش او په هر کال د يوې اوونۍ تنخوا ترلاسه کړي. همدا ډول به د شپږو مياشتو روغتيايي بيمه هم ورکړل شي.

له امريکا څخه بهر کارکوونکي به د ځايي ګومارنو او قوانينو له مخې ملاتړ ترلاسه کوي.

څو ورځې وړاندې د ټوېتر نوي مالک اېلون مسک هم هره ورځ د څلور ميليونه ډالرو د زيان خبر ورکړ او ويې ويل چې د دغه شرکت نيمايي کارکوونکي به کم کړي.