تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اروپايي ټولنه: طالبان دې مطیع الله ویسا، جولیا پارسي او ندا پرواني خوشي کړي
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن ویلي، د هغو افغانانو خپلسري نیول چې له خپلو او نورو له حقونو دفاع کوي، غیر قانوني دي.
ښاغلي نیکولسن د طالبانو له خوا د ښځو او زدکړو برخې فعالانو جولیا پارسي، ندا پرواني او مطیع الله ویسا نیول کېدو ته په اشاره سره، په اېکس (ټویټر) کې لیکلي "دا ډول ګامونه د داخلي مشروعیت لپاره اړین باور کمزوری کوي."
د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د هشټګونو زیاتولو له لارې د دغو فعالانو د ژر تر ژره خلاصون غوښتنه کړې ده.
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې څانګې وياندې نبيله مسرلي هم له طالبانو په افغانستان کې د خپلسري نيونو درولو غوښتنه کړې او دغه راز د مېرمن پارسي، اغلې پرواني او د هغوى د کورنيو د غړو د خوشي کولو غوښتونکې شوې.
مېرمن مسرلي د مطیع الله ویسا د خوشي کېدو غوښتنه هم کړې، چې زدکړو ته د نجونو هڅولو په تور له څو میاشتو راهیسې د طالبانو له خوا زنداني شوی دی.
ندا پرواني او جولیا پارسي دوه اونۍ وړاندې په کابل کې د طالبانو حکومت د استخباراتو د ریاست نیولې او نامعلوم ځای ته لېږدول شوې دي.
خبرپاڼه کاږي، طالبانو د مېرمن پرواني ماشوم او مېړه هم له ځانه سره بېولي او د هغوى د نيول کېدو او یا دا چې چېرې ساتل کېږي په اړه د هغې کورنۍ ته معلومات نه دي ورکړي.
د "قلملار" ټولنې غړي او د دې ټولنې د مشر مطیع الله ویسا کورنۍ څو ځله له طالبانو غوښتي وو، چې نوموړی ژر تر ژره خوشی کړي.
څو ورځې وړاندې په افغانستان کې د طالبانو حکومت امنیتي چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي پښتو پاڼې ته ویلي و، چې د مطیع الله ویسا قضیه محکمې ته تللې ده.
ښاغلی ویسا چې شاوخوا شپږ میاشتې مخکې نیول شوی تر اوسه یې برخلیک نه دی معلوم او کورنۍ یې ویلي په بند کې یې د وضعیت اړه اندېښنه لري.
په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو راهیسې په ډېرو مواردو کې یو شمېر ښځو اعتراضونه کړي دي، چې په ځینې وختونو کې په تاوتریخوالي ځواب ورکړل شوی دی. د اعتراض کوونکو ډلو مشران د طالبانو ادارې له خوا نیول شوي هم دي.