د مطیع الله ویسا کورنۍ وايي، دوی لا هم نه دي پرېښودل شوي چې له هغه سره مخامخ وګوري

د قلم لار ټولنې غړي او د دې ټولنې د مشر مطیع الله ویسا کورنۍ وايي طالبان دې نوموړی ژر تر ژره خوشې کړي.

د ښاغلي ویسا کورنۍ بي بي سي ته وویل چې د نوموړي له نیول کېدو د یوې نیمې میاشتې په تېریدو لا هم دوی نه دي پرېښودل شوي چې له هغه سره مخامخ وګوري او په بند کې یې د وضعیت اړه اندېښنه لري.

د طالبانو د حکومت له خوا د مدني فعالانو او د نجونو او ښځو دحقونو ملاتړو نیولو ته د غبرګون په لړ کې، د قلم لار ټولنې غړو او ځايي اوسېدونکو له طالبانو د دغې ټولنې د مشر مطیع الله ویسا د ژر تر ژره خوشې کولو غوښتنه کړې ده.

د دې ټولنې څو تنه غړو او ځایي اوسیدونکو خپل پیغامونه بي بي سي ته استولي او پر طالبانو یې غږ کړی چې نوموړی له بنده خوشې کړي.

د قلم لارې ټولنې مشر او د زدکړې فعال مطیع الله ویسا د تېرې مارچ میاشې پر اته ویشتمه کابل کې د طالبانو د استخباراتو ادارې له خوا ونیول شو. نوموړي له یوې لسیزې د زیاتې مودې راهیسې د یو لوی شمېر رضاکارو په ملتیا د افغانستان لر او بر کې د زدکړې لپاره کمپاین کاوه.

طالبان د هغه له نیولو وروسته ادعا وکړه چې مطیع الله ویسا "خپلسري فعالیتونه" کول او "د نظام ضد هڅونې" یې درلودې، ځکه ونیول شو.

د ښاغلي ویسا کورنۍ بي بي سي ته وویل، چې لا هم د هغه د وضعیت په اړه اندېښنه لرې او له کله چې نیول شوی مخامخ یې نه دی لیدلی. د نوموړي کورنۍ وايي، مطیع الله ویسا د ټولو نړیوالو اصولو او نورمونو خلاف نیول شوی او په توقیف کې ساتل کېږي.

له دې غوښتنې سره هم مهال د بښنې نړیوال سازمان له خوا د مطیع الله ویسا د خوشې کولو لپاره کمپاین دوام لري.

دا ټولنه وايي زرګونه کسان د خواله رسنیو له لارې له دې کمپاین سره ملګري شوي او د بښنې نړیوال سازمان دا غږ یې بدرګه کړی دی.

یاد سازمان وايي د دې کمپاین د ملاتړ لپاره د هرو زرو لاسلیکونو وروسته طالبانو ته یو لیک استوي او د مطیع الله ویسا د خوشې کولو غوښتنه کوي.

د بښنې نړیوال سازمان د سویلي آسیا څانګې څېړونکي زمان سلطان د دې کمپاین په اړه بي بي سي ته وویل:

''د بښنې نړیوال سازمان سملاسي او له کوم قید او شرط پرته د ښاغلي ویسا خوشې کولو غوښتنه کوي. ښاغلی ویسا د زدکړې او تعلیم برخه کې یو فعال دی، د بښنې نړیوال سازمان د هغه د خوشې کولو لپاره یو کمپاین پیل کړی چې لا دوام لري، طالبانو ښاغلی ویسا په ناقانونه توګه نیولی دی. ''

بي بي سي هڅه وکړه د قلم لار ټولنې د نیول شوي مشر مطیع الله ویسا په اړه تازه معلومات تر لاسه کړي ، خو د طالبانو د حکومت اړونده چارواکو د رپوټ تر چمتو کولو په دې اړه څه و نه ویل.

له کله چې طالبان واک ته رسېدلي یو شمیر ښځینه او نارینه فعالان یې نیولي، په تېره هغه چې د ښځو او نجونو د حقونو لپاره لارو کوڅو ته راوتلي دي. نیول شویو کسانو له دوی سره د طالبانو بند کې د ناوړه چلن او ربړونې خبره هم کړې خو طالبان یې ردوي.

د پوهنتون استاد اسماعیل چې د نجونو د زدکړې لپاره یې کمپاین کاوه، د طالبانو له بنده په دې وروستیو کې خوشې شوی، خو له خوشې کېدو وروسته په روغتون کې بستري شوی.