له شپږ میاشتو زندان وروسته د مطیع الله ویسا قضیه "محکمې ته تللې"

    • Author, ملایکه احمدزۍ
    • دنده, خبریاله
    • رپوټ له:, لندن

په افغانستان کې د طالبانو حکومت امنیتي چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي پښتو پاڼې ته ویلي، چې د مطیع الله ویسا قضیه محکمې ته تللې ده.

یادو چارواکو په دې اړه له نورو معلوماتو ورکولو ډډه وکړه.

د مدني فعال او د زدکړو کمپاین کوونکی مطیع الله ویسا کورنۍ هم یاده خبره تائیدو خو وايي، چې دوی ته په رسمي ډول معلومات نه دي ورکړل شوي. اوس شپږ میاشتې پوره شوې چې ښاغلی ویسا د طالبانو په زندان کې دي.

د مطیع الله ویسا ورور عطاالله ویسا بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل، چې د خپل ورور د روغتیا او د یوه زنداني په توګه د هغه لومړني حقونو په اړه ډېره اندېښنه لري.

نوموړي د طالبانو له حکومته وغوښتل، چې مطیع الله ویسا ژر تر ژره ازاد کړي.

"زموږ غوښتنې روښانه دي، د هغه له بنده ازدول او خپل کورنۍ ته سپارل دي. دا چې ولې هغه دومره وځنډېده، ولې د هغه په اړه سم معلومات نه وو او ولې ونیول شو، دا هغه څه دي چې موږ یې په اړه اندېښنې لرو."

د دې ترڅنګ د بښنې نړیوال سازمان وايي، شپږ میاشتې کېږي، چې مطیع الله ویسا د نجونو پر تعلیم د لګېدلي بندیز پر وړاندې مبارزې له کبله په خپل سري ډول نیول شوی دی.

دغه سازمان د مطیع الله ویسا لپاره د عدالت غوښتنې کړې او په خپل ایکس (پخواني ټویټر) باندې یې یو لینک خپور کړی، چې او خلکو یې غوښتي چې د نوموړي د خوشې په کولو په کمپاین کې برخه واخلي.

همدارنګه د بشري حقونو څارسازمان کې د ښځو برخې مرستیالې هیدر بار په خپل ایکس لیکلي، چې "ویسا له کوم تور، وکیل او محاکمې پرته تعلیم ته د هلکانو او نجونو هڅولو له کبله زنداني شوی دی."

له دې مخکې طالب چارواکو ادعا کړې وه، چې مطیع الله ویسا یې د ناقانونه کړنو له کبله نیولی دی.

ښاغلی ویسا د روان کال د مارچ په ۲۷ مه هغه مهال ونیول شو چې له لمانځه وروسته له جوماته د کور په لورې روان و.

د نیول کېدو پر درېیمه ورځ د طالبانو حکومتي چارواکو ومنله، چې په افغانستان کې یې د پوهنې د ودې او پراختیا یو پېژندل شوی فعال او د 'قلم لار' ټولنې مشر مطیع الله ویسا نیولی دی.

هغه مهال طالبان ویلي، نوموړي یې په دې خاطر نیولی چې د دوی په وینا "خپلسري فعالیتونه" یې کول او "د نظام ضد هڅونې" یې درلودې.

خو د مطیع الله ویسا کورنۍ یاد تورونه رد کړي وو او زیاته کړې وه چې ویسا یې نجونو او هلکانو ته د تعلیم کمپاین له کبله نیولی دی.

د مطیع الله ویسا نیول کېدو په کور دننه او آن په نړیواله کچه پراخ غبرګونونه را وپارول.

د قلم لار ټولنې مشر مطیع الله ویسا چې اوس د طالبانو حکومت له خوا نیول شوی، پر افغانستان د طالبانو له بیا ځل واکمنېدو وروسته د افغانستان د ۲۰ ولایتونو بېلابېلو ولسوالیو ته ښوونیز کمپاین لپاره سفرونه کړي وو.

مطیع الله ویسا چې د جمهوریت له مهاله د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د تړلیو ښوونځیو د پرانیستو، د زدکړو په برخه کې د عامې پوهاوي ډېرېدو او پر اړمنو کسانو د کتابونو او لیک لوست اړوند توکو د وېشلو برخو کې فعال و.

نوموړي په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د نجونو د تړلیو ښوونځیو د بېرته پرانیستو لپاره هم مدني فعالیت کاوه.