طالبان: مطیع الله ویسا د استخباراتو لخوا د 'خپل سرو فعالیتونو او نظام ضد هڅونو' له کبله نېول شوی

له شاوخوا ۲۴ ساعته تري تم کیدو وروسته د طالبانو مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد د ښوونې د برخې د یوه فعال بنسټ 'قلم لار' مشر مطیع الله ویسا د نیول کېدو په اړه جزیات خپاره کړي.

ښاغلي مجاهد له بي بي سي سره په خبرو کې وویل: "کوم کس چې د استخباراتو لخوا نېول شوی پر ده تور دی چې ده پرته له دې چې حکومت په جریان کې واچوي خپلسري فعالیتونه کول."

نوموړي زیاته کړه: "ده غونډې جوړولې ځینې تحرکات یې درلودل او د نظام ضد ځينې هڅونې یې درلودې او په همدې دلیل نیول شوی چې څېړنې ترې کېږي."

د مجاهد په وینا ټول حکومتونه د عامه نظم لپاره نېونې کوي، خو په وینا یې له هیچا سره به بې انصافي نه کېږي.

د ښاغلي مجاهد دا څرګندونې د یوناما له غبرګون وروسته راغلي.

له دې وړاندې په کابل کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما له طالبانو غوښتي و چې د زدکړو برخې فعال مطیع الله ویسا ځای ځایګی دې مالوم کړي.

د ملګرو ملتونو دفتر د ټوېټر په یوه پیغام کې ویلي: "یوناما له واکمنو غواړي چې د هغه ځای ځایګی مالوم کړي، د نيولو دلیل یې په ډاګه کړي او دا ډاډمنه کړي چې کورنۍ سره اړیکه او قانوني وکیل ته لاسرسی ولري.)).

مطیع الله ویسا چې د جمهوریت له مهاله د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د تړلیو ښوونځیو د پرانیستو، د زدکړو په برخه کې د عامې پوهاوي ډېرېدو او پر اړمنو کسانو د کتابونو او لیک لوست اړوند توکو د وېشلو برخو کې فعال و، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د نجونو د تړلیو ښوونځیو د بېرته پرانیستو لپاره هم مدني فعالیت کاوه.

د ښاغلي ویسا ورور عطاالله ویسا چې خپله هم د قلم لار مدني ټولنې یو فعال دی، په یوه تازه کې پیغام کې ویلي: "طالبانو یې دوه نور وروڼه هم نیولي او کور یې محاصره دی."

نوموړي پرون 'دوشنبه' بي بي سي ته ویلي و، ورور یې د طالبانو حکومت امنیتي کسانو د کابل ښار له پنځمې امنیتي حوزې له ځان سره بيولی، خو د ځایځایګي او نیول کېدو د لامل په اړه یې چا دوی ته مالومات نه دي ور کړي.

د مطیع الله ویسا خلاصون لپاره په پراخه کچه غږونه پورته شوي.

مخکیني افغان ولسمشر حامد کرزي هم په دې اړه خبري اعلامیه خپره کړې او د هغه په نېول کېدو یې خواشیني ښکاره کړي.

نوموړي په ټولنیزو رسنیو کې پر خپلو پاڼو لیکلي: "د مطیع ‌الله ویسا او د قلم لار بنسټ فعالیتونه د هېواد په خیر بولم او له اسلامي سرپرست حکومت څخه غواړم چې د نوموړي د ژر تر ژره خوشې کېدو لپاره له هېڅ ډول هڅې ډډه و‌نکړې، بلکې برعکس د قلم لار بنسټ د فعالیتو د پراختیا او ودې لپاره له دوی سره لازمې مرستې او همکاري هم وکړي."

د یوناما او پخواني ولسمشر سره سره ګڼو نورو حقوقي بنسټونو او سازمانونو هم د مطیع الله ویسا د ژر خوشي کېدو غوښته بدرګه کړې ده.