طالبان: مطیع الله ویسا د استخباراتو لخوا د 'خپل سرو فعالیتونو او نظام ضد هڅونو' له کبله نېول شوی

له شاوخوا ۲۴ ساعته تري تم کیدو وروسته د طالبانو مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد د ښوونې د برخې د یوه فعال بنسټ 'قلم لار' مشر مطیع الله ویسا د نیول کېدو په اړه جزیات خپاره کړي.
ښاغلي مجاهد له بي بي سي سره په خبرو کې وویل: "کوم کس چې د استخباراتو لخوا نېول شوی پر ده تور دی چې ده پرته له دې چې حکومت په جریان کې واچوي خپلسري فعالیتونه کول."
نوموړي زیاته کړه: "ده غونډې جوړولې ځینې تحرکات یې درلودل او د نظام ضد ځينې هڅونې یې درلودې او په همدې دلیل نیول شوی چې څېړنې ترې کېږي."
د مجاهد په وینا ټول حکومتونه د عامه نظم لپاره نېونې کوي، خو په وینا یې له هیچا سره به بې انصافي نه کېږي.
د ښاغلي مجاهد دا څرګندونې د یوناما له غبرګون وروسته راغلي.
له دې وړاندې په کابل کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما له طالبانو غوښتي و چې د زدکړو برخې فعال مطیع الله ویسا ځای ځایګی دې مالوم کړي.
د ملګرو ملتونو دفتر د ټوېټر په یوه پیغام کې ویلي: "یوناما له واکمنو غواړي چې د هغه ځای ځایګی مالوم کړي، د نيولو دلیل یې په ډاګه کړي او دا ډاډمنه کړي چې کورنۍ سره اړیکه او قانوني وکیل ته لاسرسی ولري.)).
مطیع الله ویسا چې د جمهوریت له مهاله د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د تړلیو ښوونځیو د پرانیستو، د زدکړو په برخه کې د عامې پوهاوي ډېرېدو او پر اړمنو کسانو د کتابونو او لیک لوست اړوند توکو د وېشلو برخو کې فعال و، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د نجونو د تړلیو ښوونځیو د بېرته پرانیستو لپاره هم مدني فعالیت کاوه.
د ښاغلي ویسا ورور عطاالله ویسا چې خپله هم د قلم لار مدني ټولنې یو فعال دی، په یوه تازه کې پیغام کې ویلي: "طالبانو یې دوه نور وروڼه هم نیولي او کور یې محاصره دی."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
نوموړي پرون 'دوشنبه' بي بي سي ته ویلي و، ورور یې د طالبانو حکومت امنیتي کسانو د کابل ښار له پنځمې امنیتي حوزې له ځان سره بيولی، خو د ځایځایګي او نیول کېدو د لامل په اړه یې چا دوی ته مالومات نه دي ور کړي.
د مطیع الله ویسا خلاصون لپاره په پراخه کچه غږونه پورته شوي.
مخکیني افغان ولسمشر حامد کرزي هم په دې اړه خبري اعلامیه خپره کړې او د هغه په نېول کېدو یې خواشیني ښکاره کړي.

د عکس سرچینه، Social Media
نوموړي په ټولنیزو رسنیو کې پر خپلو پاڼو لیکلي: "د مطیع الله ویسا او د قلم لار بنسټ فعالیتونه د هېواد په خیر بولم او له اسلامي سرپرست حکومت څخه غواړم چې د نوموړي د ژر تر ژره خوشې کېدو لپاره له هېڅ ډول هڅې ډډه ونکړې، بلکې برعکس د قلم لار بنسټ د فعالیتو د پراختیا او ودې لپاره له دوی سره لازمې مرستې او همکاري هم وکړي."
د یوناما او پخواني ولسمشر سره سره ګڼو نورو حقوقي بنسټونو او سازمانونو هم د مطیع الله ویسا د ژر خوشي کېدو غوښته بدرګه کړې ده.








