یوناما د طالبانو حکومت ته: د زدکړو برخې فعال مطیع الله ویسا ځای مالوم کړئ

د عکس سرچینه، Social Media
- Author, سیدولي ناصر
- دنده, بي بي سي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما له طالبانو غوښتي چې د زدکړو برخې فعال مطیع الله ویسا ځای ځایګی دې مالوم کړي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت امنیتي ادارو د ښوونې د برخې د یوه فعال بنسټ 'قلم لار' مشر مطیع الله ویسا په کابل کې نیولی او نامالوم ځای ته یې وړی دی.
د ملګرو ملتونو دفتر د ټوېټر په یوه پیغام کې ویلي "یوناما له واکمنو غواړي چې د هغه ځای ځایګی مالوم کړي، د نېولو دلیل یې په ډاګه کړي او دا ډاډمنه کړي چې کورنۍ سره اړیکه او قانوني وکیل ته لاسرسی ولري."
مطیع الله ویسا چې د جمهوریت له مهاله د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د تړلیو ښوونځیو د پرانیستو، د زدکړو په برخه کې د عامې پوهاوي ډېرېدو او پر اړمنو کسانو د کتابونو او لیک لوست اړوند توکو د وېشلو برخو کې فعال و، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د نجونو د تړلیو ښوونځیو د بېرته پرانیستو لپاره هم مدني فعالیت کاوه.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
د ښاغلي ویسا ورور عطاالله ویسا چې خپله هم د قلم لار مدني ټولنې یو فعال دی، په یوه تازه کې پیغام کې ویلي "طالبانو یې دوه نور وروڼه هم نیولي او کور یې محاصره دی."
نوموړي بي بي سي ته وویل، ورور یې د طالبانو حکومت امنیتي کسانو د کابل ښار له پنځمې امنیتي حوزې له ځان سره بېولی، خو د ځایځایګي او نیول کېدو د لامل په اړه یې چا دوی ته مالومات نه دي ور کړي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت امنیتي ادارو بي بي سي ته منلې چې مطیع الله ویسا یې دوشنبه ناوخته له کابل ښاره له ځان سره وړی، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ور کړي.
افغانستان کې په کور دننه او بهر د خواله رسنیو ګڼو کارنو د ښاغلي ویسا د ژر خوشې کېدو غږ پورته کړی دی.
په دې لړ کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي رپوټر ریچارډ بېنټ هم پر خپل ټویټر لیکلي چې د مطیع الله ویسا نیول کېدو هېښ کړی دي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
ښاغلي بېنټ زیات کړې چې د قلم لار ټولنې مشر خوندیتوب تر هر څه مهم دی او دا چې د ټولو قانوني حقونو درناوی یې باید وشي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم د ښاغلي ویسا د نیول کېدو د یادونې ترڅنګ پر خپل ټویټر لیکلي چې "یوه اونۍ وړاندې په هلمند کې د بشري حقونو فعال نورایل کلیوال ونیول شو او لا هم په بند کې دی. دا ډول خپلسرې نیونې باید ودرول شي."
ښاغلي ویسا د افغانستان د ګڼو ولایتونو لرې پرتو سیمو ته له خپلو داوطلبو ملګرو سره یو ځای سفرونه کول او ځايي خلکو ته یې د تعلیم د اړتیا او نورو بنسټیزو حقونو په برخه کې عامه پوهاوی ور کاوه.
مطیع الله ویسا څومره پېژنئ؟

د عکس سرچینه، matiullahwesa
مطیع الله ویسا شاوخوا ۳۰ کاله وړاندې د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د یوه ښوونکي په کور کې زېږېدلی.
نوموړي په کوچنیوالي کې تر هغې وروسته چې ښوونځی یې په کورنیو جګړو کې سوځېدلی، پتېیلې وه چې د ماشومانو د زدکړو حق لپاره به مبارزه کوي.
هغه او ملګرو یې تر اوسه په لېرې پرتو سیمو کې ۵۲ تړل شوي ښوونځي بېرته پرانیستي او ۱۸ کتابتونونه یې جوړ کړي دي.
هغه همدارنګه د افغانستان په لېرې پرتو کلیو او بانډو کې د لویانو د باسواده کېدو او لیک لوست لپاره د موټر سایکل ګرځنده کتابتون هم جوړ کړی و چې د کتاب لوست د دود عامونې ترڅنګ یې ځايي خلکو ته د زدکړو برخه کې عامه پوهاوی هم ور کاوه.

د عکس سرچینه، matiullahwesa
مطیع الله ویسا به د افغانستان لېرې پرتو سیمو کې د ښوونیز کمپاین پر مهال د هغه ځای له مشرانو سره د زدکړو د اهمیت په تړاو خبرې کولې.
هغه به همدا راز ماشومان، په ځانګړي ډول نجونې راټولولې، کتابونه او د لیک لوست نور اړین توکي به یې پرې وېشل او په پای کې به یې د هغوی د هڅونې لپاره پخپله کتاب هم ورته لوست.

د عکس سرچینه، matiullahwesa
د قلم لار ټولنې له ۲۰۰۹ کاله تر دا وروستیو د افغانستان په لېرې پرتو سیمو کې پر ماشومانو او لویانو ۱۳۰ زره راټول کړي د بېلابېلې محتوا لرونکي کتابونه وېشلي او په کندهار او اروزګان ولایتونو کې یې د کمپیوټر زدکړې درې مرکزونه هم جوړ کړي دي.
د دغې ټولنې مشر مطیع الله ویسا چې اوس د طالبانو حکومت له خوا په نیول شوی، پر افغانستان د طالبانو له بیا ځل واکمنېدو وروسته د افغانستان د ۲۰ ولایتونو بېلابېلو ولسوالیو ته ښوونیز کمپاین لپاره سفرونه کړي دي.











