د عالمانو غونډه کې د نجونو د ښوونځيو ستونزې له پامه غورځولو "نيمه ټولنه ناهيلې کړه"

د عکس سرچینه، RTA
- Author, سمیع الله موسیزی
- دنده, بي بي سي، لندن
د نجونو د زدکړې او د ښځو د حقونو فعالان وايي د طالبانو له خوا د دینې عالمانو رابلل شوې غونډه کې له ښوونځیو د نجونو د راګرځولو ستونزې له پام غورځولو دوی ناهیلي کړي دي.
د طالبانو له خوا په کابل کې د درې ورځنې غونډې په پرېکړه لیک کې د تمې خلاف له شپږم ټولګې پورته د نجونو د زدکړې مسئله بېخې له پامه غورځول شوې وه. لږ ترلږه لس میاشتې کېږي چې افغانستان د منځینو او ثانوي ښوونخیو نژدې ټولې نجونې له زدکړو بې برخې دي.
د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شکریه بارکزۍ وايي طالبان په سیستماتیک ډول د نجونو د زدکړې پر ضد عمل کوي. هغه وايي دومره اوږده موده له زدکړې د نجونو بې برخې کېدل خطرناک ټولنیز ابعاد لري.
نوموړې وايي، "د هغوی لپاره د تعلیم موضوع اصلا مهمه او مطرح نه ده زه فکر کوم ځکه دوی په پرېکړه لیک کې ځای نه دی ورکړی. ځکه دوی نه غواړي چې د افغانستان نجونې، مېرمنې کار وکړي، يا هم له تعلیم او انساني حقونو برخمنې شي".

د قلم لار ټولنې مشر مطیع الله ویسا بیا وايي د طالبانو د غونډې اعلامیې او له ښوونځیو د نجونو د راګرځولو د مسلې بیخي له پام غورځول د افغانستان نیمايي ټولنه ناهیلې کړي. دی وايي طالبان باید لکه د نورو اسلامي هېوادونو په څېر نجونو ته د زدکړې حق ورکړي.
نوموړی وايي، "د زرګونو خلکو، ميندنو او نجونو دا هيله وه چې طالبان به په دې غونډه کې همدا موضوع حل کړي چې نجونو ته له شپږم تر دولسم ټولګي پورې اجازه ورکړي. زما ټوله هيله او اميد همدا وه.... يوه مهمه موضوع وه باید پرې بحث شوی ځکه نيم افغانستان ښځې او نجونې جوړوي، دا يې اسلامي او انساني حق دی".
ښاغلی ويسا وايي موږ هيله لرو چې طالبان "ښوونځيو ته اجازه ورکړي که داسې نه وي خلک مجبور دي چې احتجاج وکړي او له سوله ييزې لارې خپل حق واخلي".

د عکس سرچینه، WEESA TWITTER
کابل د یوه ښونځي استاده مېرمن حلیمي بیا وايي د طالبانو غونډې پرېکړه لیک کې د نجونو د زدکړې نه یادول او د یوې ستونزې په توګه د هغې له پام غورځولو وضعیت لا پېچلی کړی او د نجونو او افغانستان راتلونکی یې لا تت کړی دی.
نوموړې وايي، "له شپږم ټولګې پورته د نجونو د زدکړې موضوع باید روښانه شوې وای، خو له بده مرغه چې دا موضوع روښانه نه شوه او دا ډېره ناهیلوونکې ده. د غونډې پريکړه لیک کې د دې موضوع نه یادول وضعیت نور هم ناوړه کوي او هغه هیله چې وه هغه هم له منځه ولاړه ".
د طالبانو له خوا په کابل کې د جوړې شوې درې ورځنې غونډې په اعلامیه کې یوازې دومره ویل شوي چې د طالبانو له مشرتابه غواړي چې د عدالت، عصري تعلیم روغتیا، کرنې هر اړخیز پرمختګ او متوازن پرمختګ ته ځانګړی پام وکړي.
د یادولو ده چې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې یوه طالب چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته ویلي وو د نجونو د زدکړې لپاره ځانګړې شوې کمېټې خپل وړاندیزونه کندهار کې خپل مشر ته استولي دي.
خو دغې سرچینې ویلي وو تر اوسه د دغو وړاندیزونو په اړه هېڅ ډول پرېکړه نه ده شوې خو زیاتوي "که د دوی مشر وغواړي، د ښوونځیو ستونزه ژر حلېدای شي".










