"کله چې ګورم هلکان ښوونځي ته ځي، ډېره نهیلې کېږم"

له ښوونځي ۱۷ کلنه راګرځول شوې زدکوونکې حبیبه وايي: "هر سهار ښوونځي ته د تګ په هیله له خوبه راویښېږم، طالبان وايي مونږ ښوونځي پرانیزو، خو نږدې دوه کاله وشول. زه پرې نور باور نه کوم دا مې زړه راماتوي."
حبیبه او د هغې پخوانۍ ټولګیوالې مهتاب او تمنا د هغو سلګونه زره تنکیو نجونو له ډلې دي چې طالبانو یې پر مخ د ښوونځي دروازې تړلي.
افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی چې د منځني ښوونځیو نجونې زدکوونکې پکې له زدکړو راګرځول شوې دي.
یو نیم کال کېږی چې له شږم پورته ټولګیو زدکوونکې ښوونځیو ته د تګ اجازه نه لري، غم او خپګان یې ورځ بلې ته په ډېرېدو دی.
دا نجونې زدکوونکې وايي، وېره لري هسې نه چې د طالبانو دغو ځپونکو بندیزونو پر وړاندې د نړیوالو راپارېدلې غوسه سړه شوې وي، آن که دوی هره ورځ په درد تېره کړي.
دا درد او نهیلي یې بیا هغه مهال یو په دوه شوه چې کله یې تېره اوونۍ نوی ښوونیز کال د دوی له ګډون پرته پیل شول.

له ښوونځي راګرځل شوې یوه بله زدکوونکې تمنا وايي: "کله چې ګورم هلکان ښوونځیو ته ځي او هر څه یې چې زړه وغواړي کوي یې، دا واقعا ما دردوي زه ډېر بد احساس کوم. کله چې ګورم زما ورور ښوونځي ته ځي نهیلي کېږم."
د خبرو پر مهال یې ستونې راډکېږي خو بیا هم ژوند کوي او غواړي مبارزه وکړي.
نوموړې زیاتوي: "ورور مې راته وايي، له تا پرته ښوونځي ته نه ځم، زه ترې غېږ چاپېر کړم او ورته وایم ته ځه زه به هم درسره یو ځای شم."
تمنا وايي: "خلک مې مور او پلار ته ډاډ ورکوي او وايي اندېښنه مه کوئ شکر زامن لرئ خو زه وایم کاش مونږ هم د هغوی په شان حقونه درلودای."
د ښوونځي دغو نجونو زدکوونکې چې د ښوونځیو د بیا پرانیستو په اړه کومې تمې لرلې، د طالبانو د حکومت له خوا پر ښځو د لا نورو ځپونکو بندیزونو پر لګولو له منځه تللې دي.
اوس دوی د پخوا په څېر د کوم بدلونه تمه نه لري.

حبیبه وايي: "په پیل کې لږه ازادي وه خو ورو ورو هر څه بدل شول."
له شپږم پورته ښوونځیو وروسته د ۲۰۲۱ کال ډسمبر کې طالبانو له محرم پرته د ښځو پر سفر بندیز ولګاوه چې له ۷۲ کیلومترو زیات سفر به په یوازې ځان نه کوي.
د ۲۰۲۲ کال په مارچ کې یې بیا اعلان وکړ، چې له شپږم پورته نجونو پر مخ به ښوونځی پرانیزي او ښوونځي ته د تګ اجازه به ورکړي.
خو د نوي ښوونیز کال د پیل پر ورځ یې نجونې په ژړا له ښوونځیو راوشړلې او تر امر ثاني یې له شپږم پورته ښوونځیو د تړلو اعلان وکړ.
شاوخوا دوه میاشتې وروسته یې ښځو ته سپارښتنه وکړه، چې داسې جامې دې واغوندي چې سر تر پښو پکې پټې وي او مخونه یې هم ښکاره نه شي، په دوی کې د تلویزیونونو ښځینه کارمنانې هم شاملې وې.
په نومبر میاشت کې یې افغانې ښځې او نجونې له پارکونو، ورزشي ځایونو او سونا ګانو منع کړې.
او ښځو نه د دې حق هم واخیستل شو، چې د کانکور په ازموینه کې د اقتصاد، انجینرۍ، او ژورنالیزم پوهنځي دې نه ټاکي.
خو د ښځو پر حقونو یې لوی ګوزار هغه وخت وکړ چې کله یې د پوهنتوني نجونو پر مخ هم د پوهنتونونو دروازې وتړلې او په غیر دولتي ادارو کې یې ښځې له کار کولو راوګرځولې.
مهتاب وايي: "که دا محدودیتونه زیات شي فکر نه کوم چې دا ژوند کول دې د ښځو لپاره نور ارزښت ولري. مونږ د انسانانو په توګه ان خپلو لومړنیو او اساسي حقونو ته لاسرسی نه لرو، ژوند له زدکړو پرته هېڅ مانه نه لري زه فکر کوم مرګ له داسې ژونده غوره دی."
مهتاب د ۲۰۲۱ کال په می کې پر سید الشهداء ښوونځي برید کې ټپي شوه وه.
دا برید هغه مهال وشو چې طالبان افغانستان کې د پخواني حکومت له ځواکونو سره په جګړه وو.
مهتاب وايي: "په غاړه، ځان او پښه مې ټپونه وو. دردوونکي وو خو د خپلو زدکړو دوام ته ژمنه وم ،ما آن هغه مهال خپلو ازموینو کې ګډون وکړ خو چې طالبان راغلل هر څه ختم شول."

طالبان وايي، د نجونو پر مخ به تر هغې د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې تړلې وي چې یو "مناسب چاپیریال" ورته رامنځته کړي.
دا څرګنده نه ده چې "له مناسب چاپيریال" یې موخه څه ده خو په دې برخه کې د نړیوال فشارونو او په کور دننه هڅو هېڅ کومه مثبته پایله نه ده ورکړې.
د ځینو نورو لګول شویو بندیزونو په اړه طالبان وايي، ځکه یې لګولي چې نجونو او ښځو حجاب نه مراعاتوو.
خو تمنا په دې اړه وايي: "مونږ تل حجاب کاوه خو نه پوهېږم چې د دوی هدف څه دی او څه غواړي."
د طالبانو له خوا پر ښځو د عامه ژوند راتنګولو سره د مبارزې لپاره د لیلا بسیم په نامه یوې افغانې ښځې کابل کې د ښځو لپاره یو کتابتون پرانیست چې زرګونه کتابونه پکې پراته وو.
دغه کتابتون ته به ښځې د کتاب لوستلو لپاره ورتللې او کله به له زړه تنګونه د خلاصونه لپاره دلته د یو بل لیدو ته هم راټولېدې.
خو اوس کتابتون تړل شوی دی.
آغلی بسیم وايي: "دوه ځله طالبانو کتابتون وتاړه خو مونږ پرانیست، ګواښونه یې ورځ بلې ته زیاتېدل. ماته به زنګونه راتلل او راته ویل به یې څنګه دې دا جرات کړی، چې د ښځو لپاره کتابتون پرانیزې. یو ځل کتابتون ته راننوتل او ټولو ښځو ته یې وویل چې دلته کومه کتابخانه نوره نشته. د کتابتون خلاص پرېښودل راته نور خطرناک تمامېدل نو اړه شوم چې د تړلو پرېکړه یې وکړم."
نوموړې وايي، د طالبانو دغو ځپونکو تګلارو پر وړاندې د مبارزې لپاره به نورې لارې چارې ولټوي.

هغه زیاتوي: "زه ډارېدم خو د کتابتون تړل د دې لارې پای نه دی بلکه نورې ډېرې لارې شته چې په مرسته یې د افغانو ښځو غږ پورته کړم. سخته ده او قرباني غواړي خو مونږه دغه قرباني پیل کړې او ورته ژمن یوو."
لیلا بسیم وايي، پر هغو ښځو د ژوند دایره ورځ بلې ته راتنګېږي چې د خپلو کورنیو یوازینۍ ډوډۍ ګټونکې دي.
میرا چې دلته یې نوم مستعار یاد شوی، یوه بله څلوېښت کلنه ښځه ده چې مخکې یې د نجونو په یوه ښوونځي کې د صفا کارۍ دنده کوله او خپله لس کسیزه کورنۍ یې پرې مړوله.
د نجونو د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته اوس په کور ناسته ده او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده، هغه اوس د کابل په کوڅو کې سوال کوي.
میرا وايي: " احساسوم چې ژوندۍ نه یم، خلک پوهېږي چې زه څه نه لرم نو ځکه هڅه کوي ماسره مرسته وکړي. له دې ښه ده چې په حیا او پرده کې مړه شم. که کچالو چېرته واخلم نو یوه ورځ هغه پخوم او په دویمه ورځ یې پوټکي پخوم او خپل اولادونه پرې مړوم."
له دغو سختو اقتصادي ستونزو سربېره بیا هم میرا هیله لري چې لوڼې یې ښوونځي ته لاړې شي.
هغه وايي:"که لوڼه مې زدکړې وکړي نو لوستې به شي او کار به ومومي. زما یوه لور غواړي حقوقو پوهنځي کې زدکړې وکړي او بله غواړي طب ولولي. سره له دې چې سوال کوم خو دوی ته وایم چې د زدکړو لپاره به یې پیسې پیدا کړم خو دوی پوهنتون ته نه شي تللی ځکه چې طالبان د تګ اجازه نه ورکوي."
میرا وايي: "اوس په هر کور کې له درد او غم پرته بل هېڅ نشته."










