BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:40 گرينويچ 2008 ,12 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغان ځواکونو بېرته دهراوت ولسوالۍ ونيوۀ
اروزگان ولايت کې يوه مېرمن
چارواکي وايي ددهرات ولسوالۍ ترنيولو وروسته ځايي خلک بېرته خپلو کورونو ته راستنېږي .
افغان چارواکي وايي د اروزگان ولايت دهراوت ولسوالۍ، چې له څه مودې راهيسې د طالبانو په لاس کې وه، يوځل بيا د يولړپوځي عملياتو په ترڅ کې ونيوۀ .

د اروزگان ولايت د پوليسو مشر وايي چې له دوه اوونيو راهيسې افغان امنيتي ځواکونه د دهراوت ولسوالۍ او دې ته اړوند سيمو کې پر پوځي عملياتو بوخت ول .

همداشان دغه چارواکى وايي چې ددې عملياتو په ترڅ کې يې ددوو طالب قومندانانو په گډون لس وسله وال طالبان وژلي دي .

د اروزگان ولايت د پوليسو مشر ښاغلى همت وايي چې د طالبانو دغه دوه وژل شوي قومندانان په سيمه کې پېژندل شوې څېرې وې، چې هر وخت يې پر دولتي تاسيساتو بريدونه کول .

ښاغلى همت زياتوي چې په دې عملياتو کې يوازې دوه افغان سرتېري ټپيان شوي دي .

دى وايي:'' موږ دغه عمليات په سيمه کې د خلکو له غوښتنې سره سم پيل کړل . خلک د طالبانو له ظلم او تيري څخه تر پزې راغلي ول ، چې هره ورځ به قومي سپين ږيري او مشران موږ ته راتلل . په دې عملياتو کې زموږ د برياليتوب يوازېنى لامل له موږ سره د سيمه ييزو خلکو همکاري وه .''

همداډول د اروزگان د پوليسو مشر وويل چې د دهراوت ولسوالۍ له نيولو وروسته ښايي چې افغان سرتېري خپل پوځي عمليات هغو سيمو ته هم وغځوي چې په غالب گومان هلته وسله وال طالبان فعاليت لري .

د بېلابېلو راپورونو له مخې، د دهراوت ولسوالي اوشاوخوا سيمې په دې ورستيو کې د طالبانو له منگولو راويستل شوې دي، چې له څو کلونو راهيسې د وسله والوطالبانو په لاس کې وې .

بل پلو چارواکي دا هم وايي چې ددهراوت له ولسوالۍ څخه د وسله والوطالبانو له ويستلو وروسته به په دغه سيمه کې د بيارغاونې کارونه پيل او پراختيا ومومي .

د تېرو څو مياشتو په ترڅ کې دا درېيمه ولسوالۍ ده چې د طالبانو له لاسه وزي .

تر دې وړاندې هم له وسله والوطالبانو څخه افغان ځواکونه د فراه ولايت د گلستان ولسوالۍ او د هلمند ولايت د موسى کلا ولسواليو په نيولو بريالي شوي وو .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت