|
'پوليس پياوړي شوي او د هېواد امنيتي وضع ښه ده' | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي چې په دې وروستيو کې د دغه هېواد امنيتي وضع ښه شوې او طالبانو ته هم ډېر زيانونه اوښتي دي . د دغه وزارت وياند د يادو شويو پرمختگونو لامل د افغان پوليسو د وړتياو لوړېدل ښيي . دا په داسې حال کې ده چې په تېره نژدې يوه مياشت کې د بېلابېلو بريدونو له امله په افغانستان کې په لسگونو کسان وژل شوي دي . ددغو بريدونو تر ټولو لوى په کندهار کې وشول، چې تر سلو ډېر خلک په کې ووژل شول . داسې ښکاري چې د روان لمريز کال وروستۍ برخه د دغه کال د نورو برخو په پرتله افغان حکومت ته څه ناڅه له ستونزو خالي ښکاري . د افغانستان د کورنيو چارو وزارت هيله ښيي چې د همدې ډاډ په فضا کې به نوى کال ښه پيل او پکې به له نا امنيو سره هم پرځاى او اغېزناکه مبارزه وشي . د دغه وزارت وياند زمري بشري له خبريالانو سره په خبروکې په دې وروستيو کې د دولت ضد وسله والو پروړاندې د افغان او بهرنيو سرتېرو فعاليتونه وستايل او څرگنده يې کړه، چې يوازې د تېرې يوې مياشتې په لړکې تر٦٧ ډېر طالبان د بېلابېلو عملياتو په ترڅ کې وژل شوي دي .
ښاغلى بشري وايي:" په خوښۍ سره بايد ووايو چې د کال په وروستيو څلورو مياشتو کې د افغانستان د سولې او ثبات د دښمنانو بريدونه او جنايي جرمونه مخ په کمېدو وو. د افغانستان د کورنيو چارو وزارت پر داسې مهال په دغه هېواد کې د ناامنيو د کموالي خبره کوي، چې نژدې هره ورځ د افغانستان له بېلابېلو سيمو نه د بريدونو او چاودنو خبرونه تر لاسه کيږي . نژدې يوه مياشت وړاندې په کندهار ولايت کې دوه داسې بريدونه وشول، چې تر يونيم سلو ډېر کسان يې مړه او په لسگونو نور يې ټپيان کړل . همدارنگه تر هغې وروسته خوست ولايت کې هم طالبانو دوه ځانمرگي بريدونه وکړل او د کورنيو او بهرنيو سرتېرو په گډون يې عام وگړو ته هم زيانونه واړول . که څه هم د افغانستان د کورنيو چارو وزارت راتلونکى کال د دغه هېواد د پوليسو د پياوړتيا او ښو وسلو له امله تر تېرو کلونو ښه بولي، خو بياهم ډېرى افغانان له دې امله چې د هوا په گرمېدو طالبان خپلو فعاليتونو ته زور ورکوي په اندېښنه کې دي . طالبانو گواښ کړى چې په راتلونکي کال کې به د افغانستان پلازمېنې ته نژدې سيمې تر بريدونو لاندې راولي او په دې توگه به کابل باندې خپل فشار ډېر کړي . | ورسره تړلي نور خبرونه جنرال عظيمي:راتلونکى کال به له بريو ډک وي08 مارچ, 2008 | افغانستان حامدکرزى: پر ټول هېواد مو واک شته دى07 مارچ, 2008 | افغانستان د هلمند امنيت د خرابوالي پرلور روان دى05 مارچ, 2008 | خبرونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||