|
جنرال عظيمي:راتلونکى کال به له بريو ډک وي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دافغانستان ددفاع وزارت هيله لري چې اورپکي به د راتلونکي لمريز کال په اوږدو کې د افغان پوځ په وړاندې د سيالۍ وړتيا له لاسه ورکړي . د سپرلي په راتگ سره چې په نژدې دوه اوونيو کې رارسيدونکى دى او د طالبانو د عملياتو د ډيريدو اټکل په کې شوى دى ، ددفاع وزارت وايي چې له ٤٠ زرو څخه به تر ٥٠ زرو پورې افغان پوځيان د جگړې په لومړيو ليکو کې ځاى په ځاى شي. ددې وزارت وياند ظاهر عظيمي خبريالانو ته وويل چې د سپرلي په راتلو سره به افغان پوځ هم پر نوو جگړيزو وسايلو سمبال شي او نژدې ٣٠ باروړونکې اونورې الوتکې به ددوى بدرگه کوي. ښاغلى عظيمي وايي چې د روان لمريز کال په اوږدو کې د افغان پوځ او ناټو ترمنځ همغږي ډيره شوې ده او په راتلونکي کال کې به دټيکاوو په ټينگيدا کې ډيره مرسته وکړي . دى وايي : (( موږ دنوي لمريزکال ١٣٨٧ خوا ته په ډير ښه حالت يانې څوبرابره ښه ځو.د دښمن دسمبالولو مرکزونه هم تر فشار لاندې دي ، په تير کال کې يې نژدې ٢٠٠٠ کسان وژل شوي دي ، مهم غړي يې وژل شوي او يا نيول شوي دي . نو موږ غواړو چې زموږ پايلې داوي چې په راتلونکي کال کې به زموږ حالت ډير ښه وي ،په راتلونکي کال کې به ددښمن حالت مخ په خرابيدو وي او زموږ حالت به د تير کال په پرتله ډير ښه وي.)) دافغانستان ددفاع وزارت همداراز اعلان وکړ چې د سپرلي په اوږدو کې به د ټيکاوو د راگرځولو لپاره په يو شمير سيمو کې يو لړ پوځي عمليات پيل کړي . له بلې خوا دې وزارت د يو امريکايي سناتور جو- ليبرمن وروستى راپور د افغانستان په گټه وباله چې دافغان پوځ د شمير پر ډيروالي يې ټينگار کړى دى . ده په دې وروستيو کې افغانستان ته سفر وکړ او ددې هيواد د امنيتي حالاتو په اړه يې د واشنگټن پوسټ په ورځپاڼه کې يو راپور خپور کړ. په دې راپور کې ښاغلي ليبرمن هيله ښودلې ده چې د امريکا ولسمشر به له ٨٠ زرو څخه بيا تر ٢٠٠ زرو پورې د افغان پوځ د جوړښت ملاتړ وکړي . په راپور کې دا هم ويل شوي دي چې د افغانستان ملي پوځ په سلو کې د ٩٠افغانانو د باور وړسرچينه ده او دا بايد ډيره پياوړې شي. خو يو شمير امنيتي څارونکي او عادي افغانان د سپرلي په راتلو سره د طالبانو دبريدونو د ډيريدو په اړه انديښمن دي هغه څه چې طالبانو يې د هوا په توديدو سره د د ډيروالي گواښ کړى دى. | ورسره تړلي نور خبرونه کندهار کې د روشن پايه سوځول شوې02 مارچ, 2008 | افغانستان چارواکي: 'هلمندکې مو ٢٥ طالبان وژلي'03 مارچ, 2008 | افغانستان نيمروز کې طالبانو پوليس وژلي دي 05 مارچ, 2008 | افغانستان سعودي دافغانستان ٣٠ کلن پخوانى پور وباښۀ 03 مارچ, 2008 | افغانستان د خوست صبريو ولسوالۍ انگړکې ځانمرگى شوى 03 مارچ, 2008 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||