|
نيمروز کې طالبانو پوليس وژلي دي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د سويل لويديځ ولايت نيمروز خاشرود ولسوالۍ پر امنيتي پوستې وسله والوطالبانو بريد کړى چې له امله يې درې کسان پوليس وژل شوي دي . په نيمروز کې چارواکي وايي تېره شپه (د مارچ ٤) د خاشرود په عليزيو سيمه وسله والوطالبانو بريد کړى چې په پايله کې يې درې امنيتي پوليس وژ ل شوي دي . د نيمروز والي غلام دستگير ازاد ددې خبر پخلى کړى او ويلي يې دي چې د طالبانو د مرگ ژوبلې په اړه معلومات نه لري . تېره اوونۍ هم د خاشرود ولسوالۍ په اړونده سيمه نالان کې وسله والو طالبانو پر يوې امنيتي پوستې بريد کړى وو چې له امله يې څلور وسله وال طالبان ووژل شول . بل پلو د سيمه ييزو خلکو په وينا تېره شپه د همدې ولسوالۍ په اړوندو سيمو کې بهرنيو ځواکونو دوه کسان ونيول او له ځانه سره يې نامعلوم ځاى ته ولېږدول . خو د نيمروز ولايت چارواکي وايي دغه دوه کسان يې له طالبانو سره د مرستې په تور نيولي دي . چاودنه همداشان تېره شپه د نيمروز مرکز زرنج ښارگوټي ته نژدې يو ماين وچاودېد . د چارواکو پروينا دې چاودنې مرگ ژوبله نه ده اړولې او لا تراوسه دا نه ده معلومه چې دغه ماين تازه خښ کړاى شوى وو او که پخوانى و . دغه ولايت چې له گاونډي ايران سره گډه پوله لري ،د مخدره توکو قاچاق کوونکي هم په کې ډېر فعال ښودل کېږي . له دې وړاندې نيمروز دافغانستان د ډېرو ولايتونو په نسبت ارام بلل كېده. خو په دې ورستيوكې د تاوتريخوالي لمن دغه ارام ولايت ته هم غځېدلې ده . | ورسره تړلي نور خبرونه نيمروز: ايران ١٨٠٠ افغانان راويستلي02 مارچ, 2008 | افغانستان نيمروزکې طالبانو پوليس وژلي دي15 فبروري, 2008 | افغانستان په نيمروز ولايت کې ځانمرگى بريد شوى دى03 جنوري, 2008 | افغانستان په نيمروز کې اته افغان سرتېري وژل شوي14 مۍ, 2007 | خبرونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||