BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 06:01 گرينويچ 2008 ,02 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
نيمروز: ايران ١٨٠٠ افغانان راويستلي

له ايرانه راوېستل شوي افغان کډوال
د نيمروزوالي وايي په راوېستل شوېو کسانو کې لږ تر لږه څلور کسان مړه او دوه نور سخت ژوبل دي .
د افغانستان د لوېديځ نيمروز ولايت چارواکي وايي چې پرون ناوخته د ايران هېواد ١٨٠٠ افغانان په زورله خپلو پولو د افغانستان خاورې ته را اړولي دي .

ددې ولايت والي وايي چې په راوېستل شوېو کسانو کې لږ تر لږه څلور کسه مړه او دوه نور سخت ژوبل دي .

خو ايران بيا ددغو کسانو د وېستو دليل دا ښيي چې دوى اسناد نه لري او په ناقانوني ډول په ايران کې استوگن دي .

د نيمروز والي غلام دستگير ازاد له بي بي سي سره په خپلو خبرو کې له ايرانه د شاوخوا ١٨٠٠ افغانانو راوېستل تاييد کړل او زياته يې کړه چې دغه کسان پرون مازديگر څلوربجې د افغانستان خاورې ته را اړول شوي دي .

ښاغلي ازاد وويل له ايرانه د افغانانو راوېستل د هغو ژمنو پر خلاف دي چې د ايران ولسمشر يې تر راتلونکي سپرلي پورې د نه وېستو په اړه کړې وې .

د نيمروز والي د ايران په حکومت تور ولگاوه چې په ايران کې يې له افغان زندانيانو سره بده رويه کړې هغه د همدې بد چلند له امله د يو شمېر کسانو د مړينې يادونه هم وکړه .

د نيمروز والي غلام دستگيرازاد وويل:'' د ايران هېواد کابو ١٨٠٠ کسان پرون مازيگر د نېمروز پر سرحد د افغانستان خاورې ته را واړول چې ددوى له ډلې لږ تر لږه څلور کسه مړه شوي او دوه نور يې په سخت حالت کې تر درملنې لاندې دي .''

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت چارواکي هم د ايران دغه گام ناسم بولي خو وايي چې را اړول شويو کسانو اسناد نه لرل او په غير قانوني توگه يې په ايران کې کار کاوۀ .

دوى وايي سر له ننه په ايران کې د افغان کډوالو د ستونزو د له منځه وړلو لپاره په کابل کې د ايران سفارت له چارواکو سره دوه ورځنۍ خبرې پېل کړي .

په ټوله کې ايران د افغان کډوالو پر وړاندې سخت دريځ خپل کړى او دا هغه څه دي چې افغان حکومت يې په خپل وار د کور دننه له ننگونو او اندېښنو دواړو سره مخامخ کړى دى .

ورسره تړلي نور خبرونه
ايران نور افغان کډوال و ايستل
13 جنوري, 2008 | افغانستان
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت