|
ايران نور افغان کډوال و ايستل | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ايراني چارواکو له هېواده نور افغان کډوال هم ايستلي دي. د افغانستان په لوېديځ ولايت هرات کې چارواکي وايي چې نن (يکشنبه) ٤٥ افغان کډوال تر پوله را اړول شوي او په لسگونو نور پر لارې دي. ايراني حکومت په تېره يوه اوونۍ کې کابو ٤٠٠ کډوال ايستلي چې د افغان چارواکو سخت اعتراض يې پارولى. افغان چارواکي وايي سره له دې چې ايران مخکې ټينگه ژمنه کړې وه چې افغان کډوال به په ژمي کې نه باسي، خو اوس يې په سرۀ ژمي همدا کار وکړ. د هرات د کډوالو د چارو مشر شمس الدين حامد بي بي سي ته وويل ٤٥ کډوال تازه له پولې را اړول شوي چې اوس په اسلام کلا کې مېشت شوي. دۀ وويل د واورو او سختې سړې هوا لامله لارې بندې دي او را ايستل شوي کډوال همالته په اسلام کلا کې پرت له هېڅ اسانتياوو پاتې دي. ښاغلي حامد وويل د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې ژمنه کړې چې راشړل شويو کسانو ته به خيمې چمتو کړي، خو دۀ د هغوى ستونزې خورا ډېري او جدي وبللې. افغان حكومت په وار-وار له ايران څخه غوښتي چې د ژمې تر تېرېدو دې د کډوالو له را ايستلو څخه ډډه وکړي. وروسته له هغۀ چې ايران د سلگونو کسانو پر ايستلو لاس پورې کړ، په سخته سړه هوا کې د ځينو کډوالو د ميړنې راپورونه خپارۀ شول. په تېره يوه اوونۍ کې را ايستل شوي کسان ډېرى هغه وگړي وو چې وايي هلته د کارو بار د پيدا کولو لپاره تللي وو، او وايي چې په ناڅاپي توگه له نيول کېدو وروسته افغانستان ته راواړول شول. را ايستل شوي کسان د هغو ايراني پوليسو له چلند څخه هم سر ټکوي چې دوى يې نيولي او تر پوله يې را اړولي دي. به تير يوۀ كال كې د چارواكو په وينا څه د پاسه ٣٠٠٠ افغان کډوال له ايران څخه په زوره را ايستل شوي. افغان چارواکو مخکې خبردارى ورکړى وو چې که ايران ورو-ورو هلته مېشت کډوال راونه باسي، يو په يوه د هغوى ايستنه ستونزې پيدا کولى شي. | ورسره تړلي نور خبرونه افغان دولت:ايران دې پخوانۍ پريکړه نه ماتوي03 جنوري, 2008 | افغانستان کډوالو ته په هلمند کې مېنه جوړيږي05 نومبر, 2007 | افغانستان له پاکستانه د افغانانو راستنول ځنډيدلي 02 نومبر, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||