BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:05 گرينويچ 2007 ,02 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
له پاکستانه د افغانانو راستنول ځنډيدلي

کډوال
امنيتي ستونزو او روان تاوتريخوالي له کبله د افغانستان له هغو سيمو څخه چې هلته جگړې ده خلک دننه په کور او يا بهر ته په تيښته مجبوره کيږي
له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنيدو بهير تر راتلونکي پسرلي پورې ودرول شو ، خو له ايران څخه د افغان کډوالو د راستنولو لړۍ روانه ده .

د کډوالو لپاره د ملگرو ملتونو نړيواله اداره له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنيدو د ځنډولو لامل د هوا سړيدل او د راستنيدونکو کموالى ښودلى دى .

د روان کال په لړ کې درې اشاريه پنځه سوه زره افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي .

په همدومره مودې کې له اېرانه هم څه له پاسه ٦ زره افغان کډوال په خپله خوښه افغانستان ته راستانه شوي چې د راتگ لړۍ به يې په ژمي کې هم دوام ومومي .

د څلورو مياشتو لپاره له پاکستان څخه د افغان کډوالو راستنيدل ځنډول شوى دى .

د ٢٠٠٨ کال د مارچ له لومړۍ نېټې څخه به يو ځل بيا له دغه هيواد څخه د افغان کډوالو ستنيدل پيل شي .

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې وياند محمد نادر فرهاد د افغان کډوالو دستنيدلو د ځنډيدو لامل د ژمي رارسيدل وښودل :

چارواکي زياتوي له هر يو افغان سره چې خپل هيواد ته راستنيږي د ملگرو ملتونو د سازمان له خوا سل امريکايي ډالره مرسته کيږي .

له ايران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنيدو پروگرام په ٢٠٠٢ميلادي کال کې پيل شو چې ددغه پروگرام له لارې له څلورو ميليونو څخه زيات کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي .

خو د ځينو شمېرو له مخې اوس هم ٣ ميلييونه افغان کډوال په ايران او پاکستان کې ميشت دي .

دغو هيوادونو په وار وار سره افغانستان ته د افغان کډوالو د بيرته ستنيدو غوښتنې کړي دي چې افغان حکومت ته يې ډېرې اندېښتې پېدا کړي دي .

امنيتي ستونزې ، د سرپناه او روغتيايي مرکزونو نشتوالى او د ښوونې او روزنې د امکاناتو نشتوالى هغه ستونزې دي چې له ايران او پاکستان څخه راستانه شوي افغان کډوال ورسره مخامخ دي .

ددغو پرتو ستونزو له کبله زيات شمير افغان کډوال بيا دې ته اړ شوي چي نورو هيوادونو ته کډه وکړي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت