|
افغان دولت:کډوالو دځنډولو هرکلى کوو | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دافغانستان دولت د ايران دهغې پريکړې هرکلى کړى چې په ترڅ کې يې دافغان کډوالو شړل وځنډيدل . چارواکو پخپله خوښه له ايران څخه د افغان کډوالو پر راليږديدو ټينگار کړى دى . تيره ورځ د ايران چارواکو اعلان وکړ چې دافغانستان د حکومت د وړانديز له مخې يې له هيواد څخه د کډوالو راشړل د ژمي ترپايه ځنډولي دي . دافغانستان د بهرنيو چارو وزارت د گاونډي هيواد دغه گام ستايلى دى او له افغان کډوالو څخه يې خوښتي دي چې پخپله خوښه له هغه هيواد څخه راووځي. دبهرنيو چارو وزارت وياند سلطان احمد بهين وويل : (( د بهرنيو چارو وزارت او د افغانستان ددولت د هڅو په پايله کې پرون موږ ته په رسمي ډول خبر ورکول شوى دى چې په لنډمهالي ډول ، اوس اوس د ايران حکومت د کډوالو ويستل دروي . موږ هيله لرو چې دا تلپاتې بڼه غوره کړي اودا لاره اواره کړي چې افغانان پخپله خوښه له درناوي ډکه پريکړه وکړي چې کله غواړي راستانه شي،بې له شکه دا يو ښه گام دى او په ځانگړي ډول په دې ژمي کې .)) خو ددې ژمنو سره سره له هرات څخه راپورونه وايي چې ١٣٠ تنه نور افغان کډوال له هغه هيواد څخه په زوره افغانستان ته راشړل شوي دي . په کابل کې د ايران سفارت د يوې اعلامې په خپرولو سره ويلي دي چې په دې لړ کې بايد د افغانستان حکومت دافغان کډوالو لپاره د سرپنا د برابرولو په برخه کې وړ گامونه واخلي . خو ملي جبهه چې دافغانستان ددولت سياسي سياله بلل کيږي ،پر حکومت نيوکې کړي دي چې دکډوالو د ډاډمنې ستنيدا لپاره چمتوالى نه لري. ددغې جبهې وياند فاضل سانچارکي وويل هغه کډوالو چې د تيرو شپږو کلونو په ترڅ کې له گاونډيو هيوادونو څخه شړل شوي دي ،دننه په هيواد کې له جدي ننگونو سره مخامخ دي . دافغانستان حکومت له هغې وروسته له يو لړ ستونزو سره مخامخ شو چې د ساړه ژمي له کبله د هيواد په ليرې پرتو سيمو کې د لسگونو عادي افغانانو دمرگ ژوبلې خبر ونه ډير شول. ټاکل شوې ده چې په څو راتلونکو مياشتو کې په بيلا بيلو هيوادونو او دننه په هيواد کې دافغان کډوالو د ستونزو د څيړلو لپاره يو نړيوال کنفرانس راوبلل شي. | ورسره تړلي نور خبرونه ملي امنيت:ايراني ماينونه مو وموندل10 جنوري, 2008 | افغانستان ايران نور افغان کډوال و ايستل13 جنوري, 2008 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||