|
ملي امنيت:ايراني ماينونه مو وموندل | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دافغا نستان د ملي امنيت اداره وايي چې د هيواد په ختيځ کې يې د لوې لارې له اوږدو څخه ښخ شوي ايراني ما ينونه ترلاسه کړي دي. دملي امنيت دادارې د رسنيو دفتر بي بي سي ته وويل چي په ايران کې جوړ شوي دغه د گاډو ضد ما ينونه د کابل جلال اباد د لارې د وريښمين تنگي په سيمه کې ننگرهار ته غځيدلې په لويه لاره کې ښخ شوي و چې امنيتي ځواکونو ونيول. د امنيت چارواکو ددغو ماينونو دښخولو پړه د افغان دولت پر مخالفينو واچوله . له دې وړاندې هم افغان امنيتي ادارو دافغانستان په لويديځ او شمال کې د ايراني ما ينونو او چاوديدونکو توکو دنيول کېدو يادونه کړې وه . د ملي امنيت اداره وايي چې دغه درې کشف شوي ماينونه ډير پر مختللي دي خو تر اوسه دا نه ده مالومه چې څه ډول دافغان دولت د مخاليفنو لاسته ولويدل. خو که دانيول شوي توکي رښتيا هم د ايرانيو ماينونو په توگه په زبات شي نو دهغو امريکايي چارواکو د ادعاو لپاره به د لاسوندونو په څير پر ځاى پاتې شي چې ايران يې له طالب وسله والو سره پر پوځي مرستې تورن کړى دى . د٢٠٠٧ زيږدي کال په اوږدو کې څو څو ځلې امريکايي او کاناډايي چارواکو ويلي وو چې ايران دافغانستان ددولت مخالفينو ته وسلې او چاوديدونکي توکي ورکوي. دامريکا ددفاع وزارت لوړ پوړو چارواکو په تيرو مياشتو کې دا انديښنې بيا بيا ښودلې خو دتير ميلادي کال په وروستۍ اونۍ کې د کاناډا ددفاع وزير په ډاگه وويل چې ايران طالب وسله والو ته وسلې او چاوديدونکي توکي ورکوي . د هيواد په سوېل او ختيځ کې چې طالبان تر بل هر ځاى ډير فعاله دي پر افغان او نړيوالو ځواکونو ځانمرگي او د واټ د غاړي د بمي بريدونو سربيره غلچکي بريدونه هم کوي . په دې بريدونو کې بيا بيا دملکي افغانانو سربيره دافغانستان پوځيانو ، پوليسو او د ناټو ځواکونو ته مرگ ژوبله اړول شوې ده . د ايرانيو ماينونو د نيولو خبر له هغه هيواد څخه د افغان کډوالو د ويستلو له خبرونو سره جوخت خپريږي چې د ملگرو ملتونو د کډوالو د اداري او د افغان دولت انديښنې يې راپارولي دي. د ملگرو ملتونو د کډوالو د ادارې يو وياند وويل ايران او افغانستان بايد په هغه هيواد کې د ناقانونه کډوالو د راويستلو د مسالې پر سر په ډيپلوماټيک ډول خبرې وکړي . UNHCR وايي چې په دې سوړ سمخ ژمي کې په ډله ييزه توگه له ايران څخه د افغان کډوالو راويستل به په افغانستان کې د بشري ناورين لامل وگرځي. | ورسره تړلي نور خبرونه برتانيا: ايران په افغانستان کې د اورپکو ملاتړ کوي18 مۍ, 2007 | خبرونه امريکا وايي تهران طالبانو ته وسلې لېږي13 جون, 2007 | خبرونه د افغان کډوالو په ايستلو پر ايران نيوکه شوې ده19 جون, 2007 | خبرونه ايراني ماينونه په بلخ کې ونيول شول14 اگست, 2007 | خبرونه ايران د کابل د غوښتنې په سرهم کډوال ايستلي دي09 جنوري, 2008 | خبرونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||