BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:28 گرينويچ 2008 ,03 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په نيمروز ولايت کې ځانمرگى بريد شوى دى
نيمروز
په نيمروز ولايت کې هندوستاني سړک جوړونکي په کار بوخت دي
د افغانستان د نيمروز په ولايت کې د هندوستان سړک جوړونکو او د هغوى پر افغان ساتونکو دوه پرله پسې چاودنې شوي چې يو يې ځانمرگى بريد بلل شوى دى .

چارواکي وايي د سړک جوړونکو پر يوۀ کاروان لومړى د رموټ کنټرول په مټ چاودېدونکى توکى چاودلى چې کاروان يې درولى دى .

ورپسې ځانمرگى بريد شوى چې اووه کسان يې وژلي او يو شمير نور يې ټپيان کړي دي .

د ځايي چارواکو له خولې ويل شوي چې په وژل شويو کې يو هندى کارکوونکى دى او نور افغان ساتونکي دي .

په ټپيانو کې هم د دوو هندي کارکونکو يادونه کيږي .

خو د کورنيو چارو د وزارت وياند زمري بشري بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل چې د دوى له معلوماتو سره سم په دغۀ بريد يوازې درې کسان ټپيان شوي دي .

ښاغلي بشري د مړينو او نورو جزيياتو خبر سملاسي نه درلود .

دا د ٢٠٠٨ کال لومړنى ځانمرگى بريد دى چې په افغانستان کې ترسره کيږي .

د رپوټونو تر مخه په ٢٠٠٧ کال کې ١٣٧ ځانمرگي بريدونه په دغه هيواد کې شوي و چې تر ډيره يې ولسي کسان وژلي و .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت