BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:00 گرينويچ 2008 ,01 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
تير کال افغانستان کې ځانمرگو ډير ملکي کسان وژلي
قرباني
د ځانمرگو بريد کوونکو ډير تاوان ملکي وگړو ته اوښتى دى
د يوې شميرې تر مخه د ٢٠٠٧ ميلادي کال په ترڅ کې شاوخوا ١٣٧ ځانمرگي بريدونه په افغانستان کې ترسره شوي دي .

دغه شميره په افغانستان کې خپلواک خبري اژانس پژواک د خپلو رپوټونو په بنسټ خپروي خو د ناټو شميرې د ١٢٧ بريدونو يادونه کوي .

که په دوى کې هره شميره سمه وي بيا هم د ٢٠٠٦ کال په پرتله لږه ده چې تر ١٤٠ د ډيرو ځانمرگو بريدونو رپوټ پکې ورکړل شوى و .

خو د يو کال پخوا په پرتله د ٢٠٠٧ کال ځانمرگي بريدونه لا ډير خونړي او مرگوني بلل شوي دي .

د ٢٠٠٧ ميلادي کال په ترڅ کې ځانمرگو بريد کوونکو شاوخوا ١٧٣٤ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده . د دغې او يو کال پخوانۍ شميرې ترمنځ د څه باندې ٥٥٠ ډيروالى ليدل کيږي .

تر ټولو ډير بريدونه
 تر ټولو ډير ځانمرگي بريدونه په کندهار کې شوي کابل دويم او هلمند په دريم نمبر دى
په ٢٠٠٦ ميلادي کال کې د رپوټونو ترمخه شاوخوا ١١٦٦ کسانو ته ځانمرگو مرګ ژوبله اړولې وه.

د ٢٠٠٧ ميلادي کال د ځانمرګو بريدونو ډېر قربانيان عام وګړي دي . د پژواک خبري اژانس له شميرو سره سم ځانمرگو بريد کوونکيو ١٠٥٧ ملکي وګړيو ته مرګ ژوبله اړولې ، چې ٣٠٠ يې وژل شوي او ٧٥٧ يې ټپيان شوي دي .

په دغو بريدونو کې ١٧١ پوليس مړه ، ٢١٣ ټپيان دي . د ملي اردو ٣٧ سرتېري مړه،٥٠ ټپيان دي او ١٢ بهرني سرتېري په ځانمرګيو بريدونو کې مړه او ٥٤ تنه يې ټپيان شوي دي .

په دغو ١٣٧ ځانمرګيو بريدونو کې ١٤٠ تنه ځانمرګي بريد کوونکي هم وژل شوي.

تر ټولو خونړى ځانمرګى بريد د بغلان ولايت د قند فابريکې ته څېرمه ترسره شو ، په دغه بريد کې د ولسي جرګې د شپـږو غړيو په ګډون نژدې ٨٠ کسه مړه او شاوخوا ١٠٠ تنه نور ټپيان شوي وو، چې په مړو او ټپيانو کې ډېر زده کوونکي وو .

د مۍ د مياشتې په ١٨مه ، (د غويي ٢٨مه ) د اطلاعاتو کلتور وزير کريم خرم او د کندهار د اطلاعاتو کلتور ريس عبدالمجيد بابى په يوه ځانمرګي بريد کې له يو شمېر نورو کسانو سره ټپيان شول او درې تنه عام وګړي ووژل شول .

د دغه کال د فبرورۍ په ٢٧مه د پروان ولايت د بګرام هوايي ډګر په دروازه کې په داسې حال کې ځانمرګى بريد وشو ، چې پر هغه مهال دامريکا د ولسمشر مرستيال ډک چيني په هوايي ډګر کې د خپلو سرتېرو په ليدنې بوخت و .

د ٢٠٠٧ ميلادي کال په اوږدو کې د خوست پر والي ارسلا جمال درې ځانمرګي بريدونه ترسره شول، چې هغه ترې روغ ووت .

د اطلاعاتو کلتور وزير کريم خرم په کندهار کې له يوۀ ځانمرگي بريد کې ټپي شو
ځانمرگو بريد کوونکو کندهار تر بل هر ولايت ډير په نښه کړى دى . په تيرو ١٢ مياشتو کې ٢٤ ځانمرګي بريدونه په دغه ولايت کې ترسره شوي دي .

پلازمېنه کابل له ٢٢ او هلمند ولايت له ٢١ ځانمرگو بريدونو سره مخامخ شوى و .

په دغه کال کې په خوست او پکتيکا ولايتونو کې ١١ ، يولس او په کندوز ولايت کې اووه ځانمرګي بريدونه شوي دي .

پکتيا ، ننګرهار، زابل، نيمروز، اروزګان، لوګر، هرات، فراه اوپه بلخ ولايتونو کې هم يو شمېر ځانمرګي بريدونه شوي دي.

تخار، کونړ ، لغمان او ميدان وردګ هغه ولايتونه دي، چې د لومړي ځل لپاره پکې ځانمرګي بريدونه د ٢٠٠٧ کال په ترڅ کې .

د ځينو رپوټونو تر مخه په افغانستان کې لومړنى ځانمرګى بريد د ٢٠٠١ ميلادي کال د سپتمبر په نهمه پر پخواني جهادي قومندان احمد شاه مسعود شوى و چې هغه يې وواژه .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت