|
سعودي دافغانستان ٣٠ کلن پخوانى پور وباښۀ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
سعودي عربستان د افغانستان نژدې ٣٠ کاله پخوانى ٢٥ ميليونه امريکايي ډالره پور وباښۀ . تېره يکشنبې (د مارچ ٢) د افغانستان د ماليې وزير ډاکټر انوار الحق احدي کابل کې په يوه خبري ناسته کې اعلان وکړ چې سعودي عربستان د افغانستان ٢٥ ميليونه امريکايي ډالرو پور وباښۀ . ښاغلي احدي وويل د سعودي عربستان هغه پور، چې د ولسمشر محمد داود خان د حکومت پرمهال يې (له ١٣٥٧) کال څخه افغانستان ته ورکړى و، معاف کړ . ښاغلي احدي له سعودي عربستان څخه د مننې په ترڅ کې وويل چې دغه هېواد د پاريس کلوپ ته له راتلو او د ملگرو ملتونو د سازمان له پرېکړې پرته د خپل پور بښلو ته حاضر شوى دى . د ماليې وزير وويل چې روسيې، جرمني او د امريکا متحده ايالاتو هم په روان ٢٠٠٨ کال کې خپل پورونه ، چې له پخوانيو کلونو راپدېخوا پر افغانستان پاتې وو، بخښلي دي . د ښاغلي احدي پرو ينا، افغانستان د روسيې څه باندې لس ميليونه ډالرو پور سربېره، له تېرو کلونو څخه د امريکا د متحدو ايالاتو ١٠،٨ ميليونه ډالره او د جرمني ٤٠ ميليونه ډالره هم پوروړى و . د افغانستان د ماليې وزارت د چارواکو په وينا ،دغو دوه هېوادونو هم تېر کال د پاريس په کلوپ کې د خپلو پورونو د بخښنې ژمنه کړې ده . | ورسره تړلي نور خبرونه حاجيانودکام اير په وړاندې احتجاج وکړ17 جنوري, 2008 | افغانستان په حج کې سعودي له ايران او قطر سره غږيږي14 دسمبر, 2007 | نړۍ په لومړي ځل سعودي پاچا له پاپ سره ويني06 نومبر, 2007 | نړۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||