BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:47 گرينويچ 2007 ,06 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په لومړي ځل سعودي پاچا له پاپ سره ويني
پاچا عبدااله
دا لومړى ځل دى چې د سعودي عربستان پاچا د عيسوييانو له مذهبي مشر سره په واتيکانو کې ويني
په لومړي ځل د سعودي عربستان پاچا واتيکانو ته سفر کوي چې د عيسوييانو له مذهبي مشر سره وويني .

سعودي عربستان او واتيکان په خپلو کې ديپلوماتيکي اړيکي نه لري او هيڅکله د سعودي کوم ټولواک دغه هيواد ته پخوا سفر نه و کړى .

د سعودي پاچا د مکې مکرمې او مدينې منورې خادم دى .

پاچا عبدالله به په واتيکانو کې له پاپ بنيډيکټ سره ويني او خبرې اترې به سره کوي .

ويل کيږي چې پاپ به د دغې ليدنې او خبرو په ترڅ کې له سعودي پاچا غواړي چې په سعودي عربستان کې عيسوييانو ته د ښکاره عبادت اجازه ورکړي .

د اوس لپاره په سعودي عربستان کې د گوتو په شمار عيسويان شته چې په ښکاره عبادت نه کوي .

تيره مياشت تر ١٠٠ ډيرو مسلمانو علماو پاپ ته ليک استولى وى او غوښتنه يې لرلهچې د دواړو مذاهبو ترمنځ د تاوتريخوالي د اوج په دې وخت کې بايد دى لا ډيرې همکارۍ ته هڅې وکړي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت