|
حاجيانودکام اير په وړاندې احتجاج وکړ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دافغانستان په سوېل د کندهار ولايت په هوايي ډگر کې افغان حاجيان د يو افغان خصوصي هوايي چلند کام اير په وړاندې د احتجاج په توگه د څه باندې ١٤ ساعتونو راهيسې په الوتکه کې ناست دي او نه راښکته کيږي. په دې الوتکه کې څه باندې ٣٨٠ تنه حاجيان تيره ورځ د متحده عرب اماراتو د راس الخيمې له هوايي ډگرڅخه کابل ته راتلل خو دسيمه ييزو چارواکو په وينا د خرابې هوا له کبله يې ونشو کړى چې په کابل کې ښکته شي. حاجيانو وويل چې دوى په دې الوتکه کې ټول ١٨ ساعتونه تير کړي دي او دا چې تيره د ماښام له ٧:٣٠ بجو څخه تر اوسه پورې په دې الوتکه کې د احتجاج په توگه ناست دي. دغو حاجيانو د بي بي سي ويبپاڼې ته وويل چې د کام اير شرکت هغه څه نه دي ترسره کړي چې د حاجيانو د ليږدولو راليږدولو په برخه کې يې ژمنه کړې وه. يو حاجي وويل : (( ټاکل شوې وه چې موږ ٤٠ ورځې په سعودي عربستان کې تيرې کړو خو د کام اير د شرکت دنه پاملرنې له کبله موږ څه له پاسه ٥٠ ورځې په سعودي عربستان کې تيرې کړې،ډير سخت له ستونزو سره مخامخ شولو ،بيا کام اير يوه الوتکه په کرايه ونيوله چې موږ متحده عرب اماراتو ته راورسوي. له هغه ځايه په يوې رسوايي سره تر کندهاره راغلو ،خو اوس موږ په گاډو کې نه ځو موږ دې د الوتکې له لارې کابل ته ورسوي.)) د سميع الله په نامه يو حاجي گواښنه وکړه چې دوى تر هغې پورې له دې الوتکې څخه نه وځي چې ددوى غوښتنې نه وي منل شوي . سيمه ييزو چارواکو وويل چې دوى بيا بيا له مساپرو وغوښتل چې له الوتکې راښکته شي او هغه ميلمستون ته ورشي چې ددوى لپاره ځانگړى شوى دى . خو ددوى په وينا دغه حاجيان په دې ټينگار کوي چې دوى نه غواړي له الوتکې ښکته شي، تر هغې چې شرکت ددوى غوښتنې نه وي عملي کړي . دکام اير چارواکو دا منلې ده چې ددوى يوه الوتکه د تير ماښام راهيسې د کندهار په هوايي ډگر کې ناسته ده او مساپر يې نه ښکته کيږي. کام اير د طالبانو د واکمنۍ له پرځيدو وروسته لومړنى خصوصي هوايي چلند دى چې په افغانستان کې يې فعاليت پيل کړ. خو دا لومړى ځل نه دى چې ددغه هوايي شرکت فعاليتونه د مساپرو له نيوکو سره مخامخ کيږي . | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||