BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په حج کې سعودي له ايران او قطر سره غږيږي

حج
سږ کال په حج کې تر دوو ميليونو ډير مسلمانان گډون کوي
حج د بيلابيلو خلکو لپاره بيلابيل مفهوم او بيلابيلې معناوې لري.

ځينې ورته د يوې سترې روحي او اخلاقي ازموينې په نظر گوري.

ځينې يې د اسلام د دين او ددغه دين د پيغمبر د زيږد د ټاټوبي د ليدو فرصت بولي.

ځينې بيا په دې فکر دي چې دغه مراسم د عبادت تر څنگه يو بل ته د بيلابيلو هيوادونو او ولسونو د کلتورونو په نژدې کولو کې لويه ونډه لري.

خو د هغو سعودي چارواکو لپاره چې ددغو کلنيو مراسمو د تابيا ذمه واري يې تر غاړې ده، دا يوه تر ټولو درنه لوژيستيکي ننگونه ياديږي.

د ټولو په سرکې دوى په دې ډير وياړي چې شاخوا دوه ميليونه حاجيانو ته په خونديتوب سره د مراسمو د سرته رسولو شرايط برابروي او تر څنگه يې د دومره گڼ شمير انسانانو لپاره د استوگنې ، خوراک او څښاک بندوبست کوې.

د دې ټولو تر څنگه د حج دغو مراسمو ته د اسلامي هيوادونو د سيالو مشرانو تر مينځ د پخلاينې د فرصت په نظر هم کتل کيږي.

د سږنيو مراسمو يو توپير دا هم دى چې سعودي چارواکو په دې کې له اوږده بنديز وروسته د الجزيرې په نوم عربي تلويزيون ته د مراسمو د خپرولو اجازه ورکړې .

باور دا دى چې په دې سره به د سعودي او قطر د چارواکو تر مينځ سړې اړيکې هم تر يوه ځايه تودې شي .

خو هغه څه چې د څو ورځو دننه به تر ټو
لو ډير پام ورواوړي، هغه په دغو مراسمو کې د ايران د ولسمشر احمدي نژاد گډون دى. دى دغو مراسمو ته د سعودي د پاچا عبدالله د خاص ميلمه په توگه وربلل شوى.

انگيرنه دا ده چې ښاغلى احمدي نژاد به د ايران د اتومي پروگرام او دا ډول په منځني ختيځ کې د سونيانو او
شعيه گانو تر مينځ د روان کړکيچ له اړخه سعودي چارواکو ته ډادگيرنه ورکړي.

دا په خپل وار هغه څه دي چې سعودي ته د ايران د ولسمشر دغه سفر ته سمبوليک ارزښت وربحښي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت