|
چارواکي: 'هلمندکې مو ٢٥ طالبان وژلي' | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان او بهرنيو ځواكونو دسوېلي هلمندولايت په سنګين اوګرمسېر ولسواليو كې د ٢٥ وسله والو طالبانو د وژل كېدو خبر وركړى . د افغانستان ددفاع وزارت په يوۀ خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي چې دغه عمليات تېره ورځ يکشنبې (د مارچ ٢) د وسله والو طالبانو دځپلو په موخه ترسره شوي . په ګرمسېر ولسوالۍ كې بيا د امريكا په مشرۍ بهرنيو ځواكونو د ګڼ شمېر وسله والو طالبانو د وژل كېدو او د څلورو کسانو د نيول كېدو ادعاكړې ده . د هلمند ترڅنګ په كندهار ولايت كې بيا د ناټو ځواكونو يو سرتېرى وژل شوى دى . په سوېلي هلمندولايت کې افغان او بهرني ځواکونه وايي په دوو بېلابېلو عملياتو كې يې شاوخوا ٢٥ تنه وسله وال طالبان وژلي او څو تنه نور يې ژوندي نيولي دي . د افغانستان ددفاع وزارت په يوه خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي چې لومړۍ جګړه تېره ورځ دسنګين ولسوالۍ په جوشالي سيمه كې ترسره شوې، چې په پايله كې يي ٢٥ تنه وسله طالبان وژل شويدي . خبرپاڼه وايي چې دغه عمليات دوسله والو طالبانو د ځپلو په موخه ترسره شوي دي .
په بګرام کې د بهرنيو ځواکونو د مطبوعاتي دفتر په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دغه عمليات تېره ورځ ترسره شوي دي . د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، علميات هغه وخت پيل شول کله چې بهرني ځواكونه په سيمه كې په ګزمه بوخت وو چې د طالبانو لخوا ورباندې بريد وشو . خبرپاڼه دا هم وايي چې د عملياتو په سيمه کې بهرنيو ځواکونو ګڼ شمېر وسلې، مهمات او لاسي بمونه ترلاسه کړي دي . خو، وسله وال طالبان په سنګين اوګرمسېركې د خپل لوري زيان نه مني . په سوېلي ولايت كندهاركې بيا د ناټو په مشرۍ د كاناډايي ځواكونو يو سرتېرى وژل شوى دى . د ايساف ځواكونو يوه خبرپاڼه وايي چې سرتېرى يې هغه مهال ووژل شو چې د ګزمې پرګاډي يې دسړك د غاړې ښخ شوى ماين وچاودېد . سنگين کې د روشن پايه ويجاړه شوې بل پلو د هلمندپه سنګين ولسوالۍ كې وسله والو طالبانو د روشن مخابراتي شركت يو انتن ويجاړكړى دى . ځايي خلك اوچارواكي وايي چې له تېري ورځې څخه يې له سنګين ولسوالۍ سره اړيكه بنده شوې ده . وسلوالو طالبانو پنځه ورځې مخکې په هېواد کې ټولو مخابراتي شبكو ته خبروكړ چې د مازيګر له پنځو بجو څخه د سهار تر اوو بجو پورې دې فعاليت نه کوي . دوى ګواښ کړى و، چې که شبکو يې دغه غوښتنه ونه منله، نو دوى به يې پر پايو او دفترونو بريدونه کوي . طالبان ادعا کوي چې ددغو ټېلېفوني شبکو له لارې بهرنيو ځواكونو ته جاسوسي كېږي . خوچارواكي د طالبانو دغه ادعا نه مني او د افغانستان د مخابراتو وزارت وايي چې ټېلېفوني شبکو د فعاليت د مخنيوي ډېرزيان ولسي وګړو ته رسېږي . | ورسره تړلي نور خبرونه هلمندوال : هلمندى والي غواړو01 مارچ, 2008 | افغانستان د هلمند والي له دندې گوښه شوى 01 مارچ, 2008 | افغانستان شهزاده هېري په هلمندکې له طالبانوسره په جگړه کې29 فبروري, 2008 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||