|
شهزاده هېري په هلمندکې له طالبانوسره په جگړه کې | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
٢٣ کلن شهزاده هېري له تېرو لسو اوونيو راهيسې د افغانستان په سويل هلمند ولايت کې د طالبانو پر وړاندې جگړه کوله . د ه خپل ډېر وخت د برتانيا په هغې پوځي اډه کې تېراوه چې د امنيت له اړخه تر ډېره بريده خوندي وه، که څه هم دمگړۍ هغه په افغانستان کې دى، خو د امنيتي ستونزو له امله يې د اوسېدو د اصلي ځاى ځايگي په اړه کره معلومات نشته . د يادولو وړ ده چې، دى وروسته له هغه افغانستان ته راغى چې په عراق کې د زياتو امنيتي ستونزو له امله له تلو منع شو . په دې اړه د برتانيا دفاع وزارت او لومړي وزير خپل غبرگونونه هم څرگند کړي دي . دفاع وزارت په خپل غبرگون کې ويلي دي چې په افغانستان کې د شهزاده هېري د شتون خبر چې ددوى له مشورو پرته بهرنيو خبري سرچينو خپور کړ، دوى يې خپه کړي دي او دا يې له هغو پرېکړ و سرغړاوى بللى چې دوى يو له بل سره ددې خبر په پټولو کې کړې وې . خو لومړي وزير گورډن براون په خپل لومړي غبرگون کې د پرنس هېري ماموريت برتانيايي ولس ته يو سمبول بللى او ويلي يې دي چې برتانيا د دا ډول سرتېرو په لرلو وياړي . هغه همدا ډول د شهزاده هېري او د افغانستان په گډون په نورو هېوادونو کې د خپلو سرتېرو له خدمتونو نه هم مننه کړې ده . هېري دلته له طالبانو سره په جگړه کې په لومړۍ کرښه کې د برتانيا د نورو سرتېرو په څېر برخه اخيستې ده . ده په خپل ماموريت کې د هوايي ترافيکو د همغاړي کولو ترڅنگ هغو جنگي الوتکو ته هم لارښوونه کوله چې د ځمکنيو ځواکونو ملاتړ يې کاوۀ . د راپورونو له مخې دى به کله ناکله د پلې گزمې لپاره له کمپه بهر هم ووت او په دې خوښ و چې په خپله دنده کې ډېر فعال دى . پرېنس هېري تل دا هيله لرله چې د يو عادي سرتېري په څېر خدمت وکړي، هغه له خپلې پوځي دندې خوښي ښووله . ٢٣ کلن شهزاده هېري چې د شهزاده چالز او ملکې ډيانا زوى دى، له تېرو لسو اوونيو راهيسې د افغانستان په سويل هلمند ولايت کې د طالبانو پر وړاندې جگړه کې په لومړۍ کرښه کې پروت دى . د برتانيا د سلطنتي کورنۍ دا درېيم غړى دى چې له هېواده بهر پوځي دنده ترسره کوي . | ورسره تړلي نور خبرونه هلمندوال: ترهگرۍ پر ضدمبارزه دې همغږې شي28 فبروري, 2008 | افغانستان برتانوي پارلمان د کرزي پر نيوکو نيوکه کړې14 فبروري, 2008 | نړۍ رايس او ميليبنډ کندهار ته تللي دي07 فبروري, 2008 | خبرونه کرزى:دبرتانيا په اړه زما خبرې غلطې اخيستل شوي07 فبروري, 2008 | خبرونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||