|
کرزى:دبرتانيا په اړه زما خبرې غلطې اخيستل شوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په داسې حال کې چې د برتانيا د بهرنيو چارو وزير ديويد ميليبند يې کيڼ لاس ته او د امريکا د بهرنيو چارو وزيره کاندوليزا رايس يې ښي لاس ته ولاړه وه ، په کابل کې ولسمشر کرزي هڅه کوله نړيوالو ته د ځينو مسايلو په برخه کې ډاډ ورکړي . د لندن او کابل اړيکي طبعآ پکې مطرح وې ، د افغانستان په باب په دې وروستيو کې يو شمير رپوټونو هم د افغان مشرتابۀ سپيناوى غوښت، د ژورنناليزم د يوۀ زده کوونکي د اعدام قضيه نړيوالو رسنيو او د ښاغلي کرزي ميلمنو ته د پام وړ وه . افغان مشر د برتانيا په باب خپلې پخوانۍ خبرې د رسنيو تيروتنه وبلله او ويې ويل چې د دۀ له خولې خبره نا سمه اخيستل شوې ده . دۀ وويل پوښتنه ورڅخه شوې وه چې د افغانستان ځينې برخې يې له لاسه وتلي که نه ځواب يې هو و خو دا خبره رسنيو د ولسمشر کرزي په وينا بل ډول تعبير کړې وه . حامد کرزي د برتانيا له مرستو منندويي وښووله خو دا يې هم وويل چې په تيرو کلونو کې له ټولو غاړو ځينې تيروتنې شوي چې اوس يې د حل کولو هڅه روانه ده . په افغانستان کې د پوځي او مرستندويو چارو د همغږۍ په نيت د استازۍ د څوکۍ لپاره د برتانوي سياستوال پډي اشډاون د مخالفت په برخه کې ولسمشر کرزي ويل چې دى شخصآ پرې خواشينى دى خو دا يې ونه ويل چې ولې ورسره کابل مخالفت وښود . ميرمن رايس او ښاغلي ميليبنډ دواړو په خپل وار د دغه ډول يوې څوکۍ اهميت په گوته کړ او ويې ويل چې دغه ډول کس به له افغانستان سره مرسته وکړي . ولسمشر کرزي ډاډ ورکړ چې که د ملگرو ملتونو سرمنشي څوک دغې څوکۍ ته ونوموي او نړيوال يې ملاتړ وکړي نو کابل به يې هرکلى کوي . د بلخ پوهنتون د ژورناليزم د پوهنځي د زدکوونکي پرويز کامبخش پر قضيې د يوۀ لويديځوال د پوښتنې په ځواب کې ولسمشر کرزي وويل په پاى کې به د دۀ په وينا سمه پريکړه کيږي . دۀ د سمې سپيناوى ونه کړ خو ويې ويل چې پر دغې مسالې دواړو ميلمنو ورسره خبرې کړي دي . همدې ته په پام سره ښايي مطلب دا وي چې د اعدام چاره ترسره نه شي . له دې نظر سره افغان مشر جوړ نه و چې افغانستان له نړيوالو هير شوى که يه خو د لا نور پام هرکلى يې هم کاوۀ . دغې پوښتنې ته د امريکا د بهرنيو چارو د وزيرې ځواب دا و چې د دې په وينا د افغانستان دښمنانو د دغه هيواد دښمنۍ ته کلکه ملا تړلې او له لويه سره د ترهگرۍ ماتول اسانه نه دي . | ورسره تړلي نور خبرونه ناټو:افغانستان کې ننگونې پرځاى دي07 فبروري, 2008 | نړۍ رايس او ميليبنډ کندهار ته تللي دي07 فبروري, 2008 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||