BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:44 گرينويچ 2008 ,07 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ناټو:افغانستان کې ننگونې پرځاى دي
ځواکونه
هغه جگړه چې هلته روانه ده متحدين په دې سلا دي چې بايللې يې نه ده خو دا له گټلو هم ليرې ده .
په افغانستان کې د طالبانو له پسې اخيستلو څخه څه له پاسه شپږ کاله وروسته په ډيريدونکي ډول ويشل شوې نړيواله ټولنه لا هم په دې هڅو بوخته ده چې په هيواد کې سوله او ټيکاو ټينگ کړي.

افغانستان اوس بيا د نړيوالې اجنډا په سر کې دى. هلته د ناټو د غړو هيوادونو ترمنځ دځواکونو د ويش په اړه د کړکيچ ډيريدونکى احساس شته دى .

افغان ولسمشر حامد کرزي او د هغه د ځينې مهمو متحدينو ترمنځ توپيردجگړې د لارې دټاکلو او پر طالب جنگياليو د لاسبري کيدو پر سر دى .

افغان ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د ملگرو ملتونو د استازي په توگه له ډير درنښت څخه برخمن برتانوي ډيپلوماټ او سياسي شخصيت پيډې اشډون د ټاکنې مخنيوى وکړ .

او په تيرو اوونيو او يا يو څه ليرې د يوې خپلواکې ټولنې څيړنې او راپور په هيواد کې د لويديځ د تگلارې دبيړنۍ بيا کتنې غږ وکړ.

هغه جگړه چې هلته روانه ده متحدين په دې سلا دي چې بايللې يې نه ده خو دا له گټلو هم ليرې ده .

اوسنى حالت په افغانستان کې پر سيمه ييزو لاملونو ولاړ دى ،بيرته پاتې والى ، قبايليت او د مشرتابه څرنگوالى .

نا امنيي په بشپړ ډول له پولې اخوا پيښو پورې تړلې ده . اورپکو طالبانو په بې قانونه قبايلي سيمو کې کورونه جوړ کړي او له هغه ځايه دواړو هيوادونو ته ورننوزي .

بهرنيو لوبغاړو خپل مسوليتونه سره شريک کړل ، دوى په پريکنده ډول ستونزې وتللې .
دوى خپلې سترگې له عراق څخه افغانستان ته راواړولې :

(( دا د سوله ساتنې ماموريت نه دى )) د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې کاندليزا رايز دغه خبره تيره ورځ په لندن کې وکړه او وېويل چې دا له اورپکۍ سره د مبارزې ماموريت دى.

خو دا تر اوسه نه ده څرگنده چې د ناټو څومره غړي هيوادونه له دې سره همغاړي دي له دې امله پخپله دغه تړون په خپل تاريخ کې له يو ژور ازميښت سره مخامخ دى.

ځينې زده کړې د وخت په تيريدو سره ترلاسه شوې .هلته ډيرټينگار پرراتلونکو همکاريو دى، د يو ښه او په پښو ولاړ حکومت د جوړولو او د نړيوالو هڅو پرښه سمبالولو.

اوس پوښتنه داده چې ايا دا به ډير ناوخت وي ؟ دا ډيره سخته ده چې وويل شي خو يو شى ډير څرگند دي او هغه دا چې له افغانستان سره نړيوالې مرستې په نژدې راتلونکي کې پايته نه رسيږي .

ورسره تړلي نور خبرونه
گيټس:دناټو راتلونکى په خطرکې دى
07 فبروري, 2008 | افغانستان
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت