|
رايس او ميليبنډ کندهار ته تللي دي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د برتانيا او متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزيران د پنجشنبې په ورځ ( د فبروري ٧ ) افغانستان ته رسيدلي دي . ميرمن رايس د چارشنبې په ورځ په لندن کې له خپل برتانوي سيال سره وليدل او په يوۀ خبري کانفرانس کې يې وويل چې د افغانستان لپاره د ناټو د لا نورو سرتيرو غوښتونکې ده او په هيله ده چې افغان ځواکونه هم ډير شي . د پنجشنبې په ورځ کابل ته له رسيدو سره سم دواړو وزيران وار د واره کندهار ته وخوځيدل چې له وسله والو طالبانو سره په جگړه بوخت نړيوال سرتيري وگوري . په کندهار کې د برتانيا د بهرنوي چارو وزير ډيويډ ميليبنډ وويل (( د افغانستان په تاريخ او دريځ کې کندهار يو ځانگړى ځاى لري . زۀ هيله من يم چې د باغيانو په وړاندې به د مبارزه په نوي پړاو کې نوى پيغام راسره واخلو . )) ميرمن رايس او ښاغلى ميليبنډ غواړي چې په کندهار کې د ناټو له قومندانانو سره وگوري . دواړه وزيران به په کابل کې له افغان مشرتابۀ سره هم ويني . هيله دا ده چې د نورو خبرو ترڅنگ به ميرمن رايس د کابل او لندن ترمنځ د ظاهرآ سړو شويو اړيکو د بيا تودولو هڅه هم کوي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||