BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:14 گرينويچ 2008 ,14 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
برتانوي پارلمان د کرزي پر نيوکو نيوکه کړې
برتانوي پارلمان
د برتانيا د پارلمان يوۀ کميسيون وويل د ولسمشر کرزي نيوکې بايد په توله برابرې وي .
د برتانيا د پارلمان يوې اغيزمنې ډلې په افغانستان کې د برتانيا پر رول د ولسمشر حامد کرزي پر نيوکو نقد کړى دى .

ولسمشر کرزي تيره مياشت ويلي و چې برتانيا او متحدو ايالاتو د هلمند په ولايت کې د امنيت وضعه پسې خرابه کړه .

د برتانيا د پارلمان د بيلا بيلو گوندونو څخه جوړې کمېټې وويل د ښاغلي کرزي دغه څرگندونې په افغانستان کې د برتانوي سرتيرو د ځاى پر ځاى کولو په وړاندې د برتانوي ولس ملاتړ اغيزمنوي .

د کمېټې مشر مالکم بروس بي بي سي ته وويل که چيرې ښاغلى کرزى د نړيوالې ټولنې اوږدمهالى ملاتړ غواړي نو نيوکې يې بايد په توله برابرې وي .

کابل ته د امريکا او برتانيا د بهرنيو چارو د وزيرانو د سفر په ترڅ کې ولسمشر کرزي وويل د دۀ خبرې رسنيو نا سمې خپرې کړې وې .

د ولسمشر کرزي وياند همايونزاده بي بي سي ته د پنجشنبې په ورځ ( د فبروري ١٤ ) وويل چې برتانيا او افغانستان اوس د دۀ په وينا هغه خبرې تر شا پرايښې دي .

د افغانستان لپاره د يوۀ ځانگړي استازي د دندې لپاره د ملگرو ملتونو سرمنشي يو برتانوى سياستوال پډي اشډاون ونوماوۀ چې هغه هم د ولسمشر کرزي له خوا رد شو .

ځينو دغه ټولې خبرې د کابل او لندن ترمنځ د اړيکو د سړيدو په مانا وبللې . کابل ته د برتانيا او امريکا د بهرنيو چارو د وزيرانو سفر هم ډيرو په دې دليل بالۀ چې گواکې له نورو خبرو سره جوخت د اړيکو د ښه کولو هڅه روانه ده .

برتانيا په افغانستان کې څه باندې ٧٠٠٠ سرتيري لري چې ډير يې په هلمند ولايت کې ځاى پر ځاى شوي دي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت