BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 05:03 گرينويچ 2008 ,01 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د هلمند والي له دندې گوښه شوى

هلمند
افغان حکومت وايي د لوړپوړو چارواکو بدلول د حکومت د کاري پروسې يوه برخه ده
د هلمند والي اسدالله وفا په داسې مهال پلازمېنې کابل ته د ولسمشر دفتر ته راغلى چې تراوسه يې ځاى ناستى نه دى معرفي شوى .

افغان حکومت وايي د لوړپوړو چارواکو بدلول د حکومت د کاري پروسې يوه برخه ده او د هلمند والي هم پرهمدې بنسټ له خپلې دندې تبديل شوى دى .

افغان چارواکي وايي اسدالله وفا ته به د ولسمشرۍ په دفتر کې د شکايتونو د اورېدو د ادارې مشري ور وسپارل شي .

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې نړيوالې ټولنې چې په سر کې يې امريکا ده، په هلمند ولايت کې دناراميو او کوکنار د کر د زياتېدو له امله کلکه اندېښنه په ډاگه کړې ده .

او د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت تازه رپوټ خو دا هم وايي چې د نړۍ مارکيټونو ته د رسېدونکو اپينو او پوډرو ٩٠ په سلو کې له افغانستانه ورځي او د دې ډېره برخه بيا په خپل وار په هلمند کې توليديږي .

خو اسدالله وفا بيا په وار وار له خپلې غاړې افغان چارواکي او نړيواله ټولنه له ده سره په همکارۍ نه کولوگرم بللي .

نوموړى وايي د کوکنارو په له منځه وړلوکې هېچا هم دده د پلانونو ملاتړ نه دى کړى .

ان تر دې چې په دې وروستيو کې يې په غير عادي ډول پر افغان حکومت او نړيوالې ټولنې خپلې بربنډې نيوکې هم زياتې کړې وې او د خپلې استعفا گواښنه يې هم کړې وه .

له بلې خوا دا هم ويل کيږي چې له افغانستان څخه د ملگرو ملتونو د دوو اروپايي استازو په ويستلو کې هم تر ډېره د ښاغلي وفا ټينگار و.

او هغه مهال افغان حکومت گواکې د ښاغلي وفا د خبرې کلک ملاتړ وکړ.

دغواستازو په هلمند کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د روغې جوړې خبرې کولې،خو افغان حکومت دغه خبرې ددوې له اجازې پرته او د ملي گټو پر خلاف وبللې .

انگېرنې دا دي چې کېداى شي دا هر څه په گډه هغه لاملونه وي چې افغان حکومت يې له هلمنده کابل ته د اسدالله وفا په راوستو اړويستى وي .

که داسې وي، نوبيا پوښتنه دا ده چې ايا د اسدالله وفا گوښه کول د هلمند پر امنيتي حالاتواو دلته د کوکنارو د کر په مخنيوي څه اغېز ښيندى شي ؟

څرگنده خبره ده چې د دې پوښتنې روڼ ځواب ښايي د اوس لپاره له هيچا سره نه وي . نه له افغان حکومت او نه هم له نړيوالې ټولنې سره .

هلمند د افغانستان يو له هغو نارامه ولايتونو څخه ده چې ويل کيږي د طالبانو او د کوکنارو د کاروبار لوى مرکزونه پکې دي .

ورسره تړلي نور خبرونه
هلمند کې ٢٥ وسله وال طالبان وژل شوي
28 فبروري, 2008 | افغانستان
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت