BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:06 گرينويچ 2008 ,01 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
هلمندوال : هلمندى والي غواړو

هلمندکې د غونډې گډونوال
هلمندوال وايي دغه ولايت ته دې هلمندى والي راولېږل شي .
د هلمند ولايت دګڼو قومونواستازو په يوه احتجاجي غونډه كې له حكومت څخه غوښتنه وكړه چې دغه ولايت ته بايد داسې څوک د والي په توګه ورولېږل چې خپله د هلمندسړى وي .

د هلمند پخوانى والي اسدالله وفا و، چې دوې ورځې وړاندې له دندې ګوښه شو .

قومي مشرانو كه څه هم دښاغلي وفا دكارستاينه كوله، خو ويل يې چې كه نوى والى د هلمند نه وي، ښايي په دغه ولايت کې امنيتي وضعيت لانور هم کړکېچن شي .

اسدالله وفا ډېروخلكو ديوه جدي سړي په توګه پېژاندۀ، هغه به په هره غونډه كې پربهرنيانو نيوكې كولې او هغوى به يې له حكومت سره په نه همكارۍ تورنول .

اسدالله وفا دغه نيوكې دوې ورځې وړاندې له بي بي سي سره په يوه ځانگړې مركه كې بياتكرار كړې، هغه وويل په هلمند ولايت كې مېشت نړيوال سرتېري له ما سره هېڅ ډول همكاري نه كوي .

د كوكنارو پرضد مبارزه كې هم له موږ سره همغږي نه ښيي . كه دغه حالت دوام وكړي زه به له خپلې دندې استفعا وركړم .

خواوس معلومه نه ده چې هغۀ خپله استفعا وركړې او كه دحكومت له لوري له دندي ګوښه شوى .

اسدالله وفا شاوخوا ١٤ مياشتې د هلمند د والي په توګه دنده ترسره كړه .

كه څه هم يوشمېر هلمندوال دهغه ځينې كارونه مثبت بولي، خو د ناكامۍ په اړه يې هم خبرې كېږي .

هلمندکې به امنيت څومره تامين وي
 د لښكرګاه مركزي جامع جومات ته، چې د ولايت تر څنګ پروت دى، هم ځانمرګى بريدكوونكى راځي او د ولايت مرستيال حاجي پيرمحمد وژني . نو تاسو فكروكړئ چې په هلمندولايت كې امنيت څومره تامين و
قاري مختاراحمد

ډېرى د ښاغلي وفا ناكامي د يوه ډاډمن امنيت په نشتوالي پورې تړي .

امنيت هغه څه دى چې ګڼ هلمندوال يې له ډېر پخوا څخه غوښتنه كوي .

ځينې نور بياوايي چې اسدالله وفا د هلمندوالو درد ځكه دوا نكړاى شو، چې په دغه ولايت كې يې سياسي نفوذ نه درلود.

ډېرو قومي مشرانو دخپلې دې غوښتنې دليل دا وړاندې كړ، چې د هلمند امنيتي وضعيت اوس ډېر خراب دى اوداسيې والي ته اړتيالري چې له قومي نفوذ څخه برخمن وي .

داچې د قومي مشرانو دغو غوښتنو اوړانديزونو ته مركزي حكومت مثبت ځواب وايي او كه نه، دا هغه پوښتنه ده چې دمګړۍ يې ځواب نه موندل كېږي، خو د هلمند نوى والي به څوك وي، كه څه هم تر اوسه دحكومت له لوري نه دى اعلان شوى، خو ډېرى خلك په بيا، بيا د لغمان د اوسني والي ګلاب منګل نوم اخلي،چې د هلمندراتلونكى والي به وي .

ورسره تړلي نور خبرونه
د هلمند والي له دندې گوښه شوى
01 مارچ, 2008 | افغانستان
هلمند کې ٢٥ وسله وال طالبان وژل شوي
28 فبروري, 2008 | افغانستان
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت