BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 06:49 گرينويچ 2008 ,09 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
طالبان: د استخباراتو يو تن مدير مو وواژۀ

خوست
څه موده وړاندې هم د خوست ولايت په صبريو ولسوالۍ کې د پوليسو يو مشر رازق نور له خپلو څلورو ساتونکو سره، چې دوه يې زامن او دوه نور يې خوريونه ول، د سړک د غاړې د ماين چاودنې له امله ووژل شول .
وسله وال طالبان وايي د افغانستان سوېل ختيځ خوست ولايت کې يې د دوه منده ولسوالۍ د استخباراتو مدير وژلى دى .

د دوه منده ولسوال زرکمداد هم ددې ولسوالۍ د استخباراتو د مدير وژنه تائيد کړې ده .

ښاغلي زرکمداد بي بي سي ته وويل چې د استخباراتو وژل شوى مدير حبيب خان د مندوزيو ولسوالۍ اوسېدونکى و .

د مندوزيو ولسوال دولت خان قيومي بي بي سي ته وويل چې ددوه منده ولسوالۍ د استخباراتو پر مدير هغه وخت وسله وال بريد وشو چې د خپلې سيمې څخه د دندې په لور روان و، چې د درنميو په کلي کې د نامعلومو کسانو لخوا ډزې پرې وشوې .

نوموړى زياتوي چې حبيب خان لومړى ټپي او د پوليسو له خوا د خوست ملکي روغتون ته ولېږدول شو، خو تېره شپه ناوخته د سختو ټپونو له امله مړ شو .

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د دوه منده ولسوالۍ د استخباراتو د مدير وژنه پر خپله غاړه اخيستې ده .

مجاهد زياتوي چې د دوى جنگياليو لومړى د دوه منده ولسوالۍ د استخباراتو مدير له نيولو وروسته وژلى دى .

د يادونې وړ ده چې څو مياشتې وړاندې هم خوست ښار ته نژدې د ملي امنيت د رياست مدير بادشاه ولي د ناپېژاندو کسانو لخوا وژل شوى و.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت