BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:44 گرينويچ 2008 ,29 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ارسلا جمال: افغان بنديان دې دولت ته وسپارل شي
افغان بندي
د خوست والي وايي تر سلو زيات خوستي وگړي د بگرام په زندان کې اچول شوي چې زياتره يې د شخصي دوښمنيو له امله بنديان کړاى شوي .
د خوست والي له امريکايي پوځيانو غوښتي چې د کابل په شمال کې د بگرام له ندان څخه افغان خوشي کېدونکي بنديان دې افغان دولت ته وسپارل شي .

ښاغلي ارسلا جمال په خوست کې يوې خبرې ناستې ته وويل د بگرام په زندان کې له شپږ سوو بنديانو څخه تر سلو زيات بنديان د خوست ولايت دي .

ښاغلى جمال په بگرام کې د خوست ولايت د بنديانو له خولې وايي بهرني سرتېري په ډېره بې رحمۍ سره بې گناه ښځې، ماشومان او ولسي وگړي له ځانه سره بېولي دي .

د خوست والي په افغانستان کې له مېشتو بهرنيو ځواکونو وغوښتل چې د شپې پرمهال په خپل سري توگه د ولسي وگړو پر کورونو له يرغل لاس واخلي .

ده وويل تر سلو زيات خوستي وگړي د بگرام په زندان کې اچول شوي چې زياتره يې د شخصي دوښمنيو له امله بنديان کړاى شوي .

د خوست والي ووىل ددغو بنديانو برخليک معلوم نه دى او دا هم معلومه نه ده چې دوى به څومره وخت په زندان کې پراته وي .

ښاغلي جمال د بهرنيو ځواکونو له چارواکو وغوښتل چې افغان بنديان دې دولت ته وسپاري .

هغه ټينگار وکړ چې دغه بنديان بايد د افغانستان ددولت تر څارنې لاندې وساتل شي، بې گناه بنديان خوشي کړاى شي او تورنو کسانو ته سزا ورکړل شي .

ښاغلي جمال زياته کړه چې افغانان له خپلو بنديانو سره په ژبه ښه پوهېږي .

دا په داسې حال کې ده چې يو شمېر خوستي بنديان له افغان دولت سره د مخالفت په تور نيول شوي دي، چې بيا بهرنيو ځواکونو د گوانتانامو زندان ته لېږدولي دي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت