BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:14 گرينويچ 2008 ,08 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
بښنې ډله:بنديان افغان ځواکونه ته مه سپارئ

بښنې نړيواله ټولنه
د بښنې د نړيوالې ټولنې دغه غوښتنه په ليتوانيا کې د ناټو د غړو هيوادونو د دفاع وزيرانو د غونډې په درشل کې شوې ده .
دبښنې نړېوالې ټولنې د ناټو د غړو هيوادونو پر دفاع وزيرانو غږ کړى چې په افغانستان کې سيمه ييزو چارواکو ته دجگړې د بنديانو سپارل ودروي.

ټولنه انديښنه لري چې د سيمه ييزو امنيتي ځواکونو په ولکه کې افغان بنديان د زور زياتي او د روغتيايي اسانتياوو له نشت والي سره مخامخ کيږي .

د بښنې نړيواله ټولنه غوښتنه کوي چې نړيواله ټولنه بايد د بنديانو په اړه خورا نور جديت وکاروي.

د بښنې د نړيوالې ټولنې دغه غوښتنه په ليتوانيا کې د ناټو د غړو هيوادونو د دفاع وزيرانو د غونډې په درشل کې شوې ده .

ټاکل شوې ده چې ددفاع وزيران په دې غونډه کې د افغانستان د امنيتي حالاتو او د اورپکۍ په وړاندې دجگړې پر څرنگوالي خبرې وکړي .

دجگړې د بنديانو مساله ددغې ټولنې په يو بل راپور کې چې د٢٠٠٧ کال د نومبر پر ١٣ خپور شو راپورته شوه .

په دې راپور کې ويل شوي وو، هغه بنديان چې افغان امنيتي ځواکونو، استخباراتو او نورو ته سپارل کيږي زورزياتى او د روغتيايي اسانتياو نشت والى زغمي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت