BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:34 گرينويچ 2008 ,14 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د بگرام زندانيانو له کورنيو سره ويډيويي کتنه وکړه

د بنديانو او کورنيو تر منځ دا کتنه د سرۀ صليب لخوا چمتو شوې وه
د بنديانو او کورنيو تر منځ دا کتنه د امريکايي ځواکونو پر موافقه سرۀ صليب لخوا چمتو شوې وه
د افغانستان له بېلابېلو برخو نه راغلي هغه کسان چې خپل خپلوان يې په بگرام امريکايي زندان کې زنداني دي وايي د خپلو خپلوانو د ليدو او له هغوى سره د خبرو له امله ډېر خوښ دي.

په کابل کې د سره صليب ويانده گرازيلا ليتي پيکالا وايي، په دغې لړۍ کې به د سلگونو بنديانو کورنۍ له خپلو بنديانو سره خبرې وکړي.

ويل کيږي دا چاره به په هرو دوو يا دريو مياشتو کې يوځل تر سره کيږي.

لس کلن وکيل له اوو مياشتو وروسته د لومړي ځل لپاره په کابل کې د سره صليب په دفتر کې له خپل پلار سره چې په امريکايي زندان بگرام کې بندي دى، خبرې وکړې او د هغه څېره يې د کمپيوټر پر مخ وليده.

وکيل وايي، چې خپل پلار سره يې دخبرو په لومړي سر کې هغه ته د خپلو زده کړو د دوام ډاډ ورکړ.

"خپل پلار سره مې خبرې وکړې، سلامونه يې ويل او ورته ومې ويل چې خپل درسونه وايم. اووه مياشتې کيږي چې هغه بندي دى. "

په کابل کې د سره صليب دفتر وايي، تر اوسه په لسگونو افغان کورنيو په بگرام کې له خپلو بندي خپلوانو سره ويډيويي خبرې کړې دي.

د دغه دفتر د مطبوعاتي چارو مشره مېرمن گرازيلا پيکالا وايي، هڅه کوي په بگرام کې د ټولو بنديانو کورنيو ته له هغوى سره د ويډيويي خبرو شونتيا برابره کړي.

"دغه لړۍ تېره اوونۍ پيل شوه چې ٦٠ کورنيو له خپلو زندانيانو سره ويډيويي خبرې وکړې، هر زنداني د ٢٠ دقيقو لپاره خبرې کولاى شي او زموږ موخه داده چې په بگرام کې د ټولو شپږو يا شپږ نيم سوو بنديانو کورنيو ته اجازه ورکړل شي چې له دغه پروگرام نه گټه واخلي. "

بگرام زندان افغانستان ته د امريکايي ځواکونو له راتگ را وروسته جوړ شوى او د سره صليب په وينا، همدا اوس له ٦٠٠ ډېرافغانان په کې بنديان دي.

امريکايي ځواکونو دغه کسان له طالبانو، القاعدې او يا نورو هغو ډلو سره د تړاو په تور نيولي، چې په افغانستان کې جگړه ييز فعاليتونه کوي، خو د بنديانو ډېرى کورنۍ بيا وايي، چې خپل خپلوان يې د غلطو رپوټونو پر بنسټ امريکايي ځواکونو نيولي او په کلونو کلونو په بگرام کې پراته دي.

د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ اوسېدونکى سيدمحسن وايي چې مامايي حاجي پاچا د هغه يوه دوست يوازې او يوازې د پيسو د ترلاسه کولو لپاره بهرنيو ځواکونو ته په لاس ورکړ.

"د هغه خپل دوست په دې پوهېده چې په هغه باندې يو څو پيسې تر لاسه کولاى شي، حاجي پاچا يې د پيسو لپاره په لاس ورکړ، هغه نوره هيڅ گناه نه لرله، په چا پورې تړلى نه و، د خپلې ځمکې او باغ کارونه يې کول او د ښې گوزارې سړى و. "

له څو کلونو وروسته دا لومړى ځل دى چې د بگرام د بنديانو کورنيو ته له هغوى سره د مخامخ ويډيويي خبرو اسانتيا برابريږي.

کابل ته ددغو بنديانو راغلو خپلوانو له هغوى سره د خبرو او د کمپيوټر پر مخ د هغوى د لېدو په اړه خوښي ښودله او په سترگو کې يې د خوښۍ اوښکې ښکارېدې.

" زه افسرخان نوميږم، ما خپل ورور له ډېرې مودې وروسته وليده، په ليدو يې ډېر خوښ شوم، کله چې څوک له ډېرې مودې وروسته خپل قريب وويني، خامخا ژړا ورځي. "

په کابل کې د سره صليب دفتر وايي، هڅه به وکړي دغه لړۍ په هرو دوو يا دريو مياشتو کې تکرار کړي او خلکو ته د هغوى له بنديانو سره د خبرو او ليدو شونتيا برابره کړي.

تر دې وړاندې سره صليب په امريکايي زندانونو کې د پرتو افغانانو او د هغوى د کورنيو ترمنځ اړيکي يوازې د ليکونو پرمټ ټينگول.

ددغې ادارې چارواکي وايي، د گوانتانامو په زندان کې د پرتو بنديانو اړيکي به د پخوا په ډول د ليکونو له لارې جاري وساتي خو په دې خوښ و چې د بگرام د زندانيانو او د هغوى د کورنيو ترمنځ يې ويډيويي اړيکي ټينگ کړل.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت