|
په خوست کې د ايساف سرتېري وژل شوي دي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې د امنيت مرستندويه ځواک يا ايساف وايي چې د خوست ولايت په صبريو ولسوالۍ کې د يوې ودانۍ د نړېدا له امله يې دوه سرتېري وژل شوي او ١٥ نور يې ټپيان شوي دي . د ايساف له خوا د سه شنبې په ورځ ( د مارچ ٤ ) په خپره شوې يوه خبر پاڼه کې راغلي چې دغه پېښه د دوشنبې په ورځ شوې ده . د خبر پاڼې په وينا سرتېري په يوه ودانۍ کې په جرگه ناست وو چې چاودنه وشوه او ودانۍ ونړېدله . ايساف ته لا دا څرگنده نه ده چې دغه چاودنه د څه له امله وشوه . تر اوسه وسله والو طالبانو يا کومې بلې غاړې هم دغلته د چاودنې مسووليت نه دى اخيستى . ويل شوي دي چې په پېښه کې يو افغان پوليس او څلور ملکي وگړي هم وژل شوي دي . ايساف تر هغو چې د خپلو سرتېرو کورنيو ته حال ورنه کړي د هغوى د پېژندگلوۍ او تابعيت په باب رسنيو ته حال نه ورکوي . خوست بيا ځانمرگي مرگ ژوبله اړولې د افغانستان سوېل ختيځ ولايت خوست د تڼيو ولسوالۍ په نظام قراول ځانمرگى بريد شوى، چې له امله يې پوليسو ته مرگ ژوبله اړولې ده . په خوست کې دغه دويم پرله پسې ځانمرگى بريد دى چې د پوليسو په نظام قراول کې کېږي . دغه بريد نن غرمه شاوخوا ١٢ بجې د خوست ولايت په تڼيو ولسوالۍ کې شوى دى . د تڼيو ولسوالۍ امنيه قومندان گلدادمندوزي په وينا په دغه بريد کې يو کس پوليس وژل شوى او د ملي اردو د يوه سرتېري په گډون څلور نور افغان سرتېري ټپيان شوي دي . ښاغلى مندوزى وايي ځانمرگى په يوه فلاينگ کوچ ډوله موټر کې چاودېدونکي توکي ځاى پرځاى کړي وو چې د تڼيو ولسوالۍ انگړ ته له ننوتلو وړاندې له يوليسو سره په نښته کې وچاودېدل . بل پلو نن سې شنبې (د مارچ ٤) د افغانستان د کورنيو چارو وزارت په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې د خوست تڼيو ولسوالۍ ځانمرگي بريد پخلى کړى دى . خبرپاڼه د يوه افغان سرتېري د وژل کېدو او څلورو نورو افغان پوليسو ټپي کېدو خبره کوي . تر اوسه ددې پېښې په اړه وسله والوطالبانو څه نه دي ويلي . د بېلابېلو خبرونو له مخې په نننۍ پېښه کې افغان پوليس وژل شوي دي خو ددوشنبې په ورځ دغلته د يوۀ ځانمرگي بريد له امله په وژل شويو کسانو کې ظاهرآ دوه کسه د ايساف سرتېري هم وو . په دې اړه ايساف لاڅه نه دي ويلي . په افغانستان کې د امنيت مرستندويه نړيوال ځواک ايساف عمومآ د خپلو سرتېرو د وژنې يا ټپي کېدو په باب خبر پاڼې خپروي . څه موده وړاندې هم د خوست ولايت په صبريو ولسوالۍ کې د پوليسو يو مشر رازق نور له خپلو څلورو ساتونکو سره، چې دوه يې زامن او دوه نور يې خوريونه ول، د سړک د غاړې د ماين چاودنې له امله ووژل شول . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||