BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:13 گرينويچ 2008 ,09 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
هلمند:'وسله والو طالبانو د واکسين مخه نيولې'

د واکسينوکمپاين
د ناامنيو ترڅنګ ډېرى خلك په خپله خوښه خپلو كوچنيانو ته واكسين نه وركوي .
د هلمند دعامې روغتيا د رياست چارواكي وايي چې وسله والو طالبانو په نوزاد او مارجې ولسوالۍ كې دكوچنيانو د واكسين مخه نيولې ده .

د ناامنيو ترڅنګ ډېرى خلك په خپله خوښه خپلو كوچنيانو ته واكسين نه وركوي .

په سوېلي و لايت هلمند كې ډېروختونه ناامنۍ دكوچنيانو د واكسينياسيون د پروګرام مخنيوى كوي .

تېره مياشت د هلمندپه نهرسراج او مارجې ولسواليو كې د واكسين څوتنه كاركوونكي د وسله والو كسانو لخوا ډبول شوي وو، خو د تېر په څېر دا ځل هم د هلمند په دوو ولسواليو مارجې اونوزاد كې وسله والو طالبانو دكوچنيانو دواكسين مخنيوى كړى دى .

د هلمند د عامې روغتيا رئيس ډاكټرعنايت الله غفاري وايي چې ددې سيمو ترڅنګ د كجكي ولسوالۍ په دوو برخو كې هم د ناامنيو له امله واكسينو ته اجازه نه ده وركړل شوې .

د هلمند د عامې روغتيا د رياست چارواكې د ناامنيو ترڅنګ د خلكو نه همكاري هم ددې لامل بولي چې پروينا يې گڼ ماشومان له واكسين څخه بې برخې كړي دي .

د هلمند د عامې روغتيا رئيس ډاكټرغفاري وايي چې په ډېرو سيمو كې خپله ځايي خلك خپل كوچنيان واكسين ته نه حاضروي .

له واکسين څخه پاتې کېدونکې سيمې
 د ناامنيو له كبله به د كجكي ولسوالۍ ځينې سيمې هم له واكسين څخه پاتې شي
ډاکټرعنايت الله غفاري

چارواكي وايي كه چېرې خلك په راتلونكي كې هم خپل ماشومان له واكسين څخه راوګرځوي نو ښايي ګڼ شمېر كوچنيان به د فلج ياګوزڼ د ناروغۍ ښكارشي .

خو بل خوا په څنگلوري كندهار ولايت كې بيا دكوچنيانو د واكسين چارې بې له كومې ستونزې پرمخ روانې دي .

د كندهار دعامې روغتيا رئيس ډاكتر عبدالقيوم پخلا وويل چې د ولايت په ټولو برخو كې يي په زرګونو كوچنيان واكسين كړي او دغه چاره اوس هم روانه ده .

دكندهار ترڅنګ په اروزګان اوزابل ولايتونو كې هم د واكسين كمپاين نن سهار (يکشنبې د مارچ ٩) پيل شوى او د چارواكو په وينا تر اوسه له كومې ستونزې سره نه دى مخامخ شوى .

ورسره تړلي نور خبرونه
هلمندوال : هلمندى والي غواړو
01 مارچ, 2008 | افغانستان
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت