BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 07:51 گرينويچ 2008 ,09 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
٣٠٠٠ هلمندوال يوځل بيا له زدکړې برخمن شول

ښوونکى له زده کوونکو سره
چارواكي وايي چې دغه ښوونځي د قومي مشرانو د هڅو په پايله كې پرانيستل شول او شاوخوا ٣٠٠٠ كوچنيان به پكې زدكړې وكړي .
د سوېلي ولايت هلمندپه څلورو ولسواليو كې تر دوه كلن ځنډ وروسته يو ځل بيا ښوونځي دكوچنيانو پرمخ پرانيستل شوي دي .

چارواكي وايي چې دغه ښوونځي د قومي مشرانو د هڅو په پايله كې پرانيستل شول او شاوخوا ٣٠٠٠ كوچنيان به پكې زدكړې وكړي .

ددې ولايت د پوهنې د رياست چارواكي وايي چې دغه هلې ځلې اوس په نورو ولسواليو كې هم روانې دي .

هلمند د افغانستان يو له هغو ولايتونو څخه بلل كېږي چې شاوخوا له دوو لكو زدكوونكو څخه يې يوازې ٧٠ زره تنه ښوونځيو ته ځي .

سوېلي ولايت هلمند هم د هغو ولايتونو په كتاركې راځي چې د ناامنيو له كبله يې په زرګونو زدكوونكي ښوونځيوته نه ځي .

ددغه ولايت په ډېرى ولسواليو كې له تېرو دووكلونو څخه ښوونځي د زدكوونكو پرمخ تړلي دي .

د هلمند د پوهنې د رياست چارواكې وايي چې له ١٢ ولسواليو څخه يوازې د ناوې ، مارجې ، سنګين اوموسى كلا ولسواليو قومي مشرانو په دې وروستيو كې په خپلو سيمو كې ښوونځي پرانيستي دي .

د هلمند د پوهني د رياست مرستيال سيف الملوك نوري وايي چي قومي مشرانو د پوهنې له وزير محمدحنيف اتمر سره د ژمنې په پايله كې د ښوونځيو پرانيستلو ته ملاوتړله .

قومي مشرانو هلوځلوښوونځي پرانستل
 د ناوې ولسوالۍ قومي مشرانو په تېرو څو ورځو كې په خپله ولسوالۍ كې نهه ښوونځي پرانيستي دي . همداډول په مارجې ولسوالۍ كې هم يو ښوونځى پرانيستل شوى . او په سنګين او موسى كلا ولسواليو كې هم يو يو ښوونځى پرانيستل شوى، چې دغه كار د قومي مشرانو د هلو ځلو په پايله كې شوى دى
سيف الملوک نوري

د هلمند ګڼ زدكوونكي د ټولو ولسواليو له قومي مشرانو څخه غوښتنه لري چې په خپلو ولسواليو كې دې ښوونځي پرانيزي .

د لښكرګاه دوه تنه ځوانان عبدالحلكيم اومحمدالياس وايي كه قومي مشران د ښونځيو په پرانيستلو كې هلې ځلې ونه كړي نو ښايي يو بل نسل هم بې زدكړې پاتې شي .

په هلمندولايت كې ټول ټال ٢٢٤ ښوونځي شته، چې له دغه شمېر څخه ييې شاوخوا ٤٠ د نامعلومو وسله والو لخوا سوځول شوي . ٥٤ يې پرانيستي دي او نور ټول يي د ناامنيو له كبله له تېرو دووكلونو راهيسې تړلي دي .

ډېرى په دې اند دي چې كه حكومت اوقومي مشران د ښوونځيو په پرانيستلو كې خپلې هلې ځلې گړندۍ نه كړي، نو په هلمندولايت كې به په راتلونكي كې د نالوستو شمېره لانوره هم ډېره شي .

ورسره تړلي نور خبرونه
هلمندوال : هلمندى والي غواړو
01 مارچ, 2008 | افغانستان
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت