|
د هلمند عامه کتابتون بياځوانان ورمات کړي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د هلمندعامه كتابتون، چې په جګړوكې وران شوی و، يوځل بيا اوس د ځوانانو پرمخ پرانيستل شوى دى . دغه كتابون چې تردرې زره زيات بېلابېل كتابونه پكې شته، د ډېرو ځوانانو پام يې دكتاب او مطالعې پر خوارا اړولى دى . دكتابتون د مسؤولينو په وينا، چې ډېر ژر به د اطلاعات اوكتلور له وزرات څخه شاوخوا دوه زره ټوكه بېلابېل كتابونه دغه كتابتون ته راوړل شي . په دغه ولايت كې اوس ادبي چارې مخ پر وړاندې روانې دي . د هلمند د عامه كتابتون په بيا پرانيستلو سره ډېرى هلمندي ځوانان د مطالعې پر خوا ورمات شوي اوڅوشيبې خپل فكر په مطالعې غلطوي . د هلمند عامه كتابتون په لومړي ځل په ١٣٥٤ هجري لمريزكال كې پرانيستل شو، خو د څوكلونو په تېرېدو سره جګړو اوناامنيو دغه كتابتون ته درانه زيانونه واړول . د هلمندكتابتون مسؤول شيراحمدوايي چې د جګړو په كلونو كې دكتابتون كتابونه ټول چور اوتالان شول او د ځينو جنګي ډلو لخوا خو ان د لرګيو کار ترې واخيستل شو. دى وايي:'' د جګړو په كلونو كې به ځينې جنګي ډلو د هلمند د عامه كتابتون په كتابونو چاوې ايشولې، خوځينې هېواد دوسته خلك هم وو، چې كتابونه يې په خپلو كورونو كې وساتل اواوس يي موږ ته تسليم كړل .'' ميرويس پاڅون يو له هغو ځوانانو څخه دى چې دغه كتابتون ته د مطالعې لپاره راغلى دى . کتابتون ته له راتگ سره خوښي احساسوم
نوموړى كه څه هم د هلمند دكتابتون پرانيستل دځوانانو لپاره يوښه زېرى بولي، خو وايي چې دغه كتابتون اوس هم دكتابونو له پلوه ډېر بډايه نه دى، او ډېرو نورو كتابونوته هم اړتيالري . د هلمند د اطلاعات اوكلتور رئيس جان ګل خان وايي چې اوس عامه كتابتون ٣١٠٠ بېلابېل كتابونه لري، خو د اطلاعات اوكلتور وزير ورسره د نورو كتابونو ژمنه هم كړې، چې ډېر ژر به له كابل څخه راوړل شي . دى وايي:'' د اطلاعات اوكلتور وزير ښاغلي خرم راته وويل چې يوڅوك راوليږئ كابل ته چې موږ ورته دوه زره ټوكه كتابونه وركړو . نودغو كتابونو ته موسړى لېږلى دى او ډېر ژر به راورسېږي .'' په هلمند ولايت كې په دې ورستيو كې ادبي چارې پراخه شوې او په دغه ولايت كې اوس د يوې مجلې ترڅنګ درې جريدې هغه څه دي چې دسيمې او نړۍ په اړه بېلابېل مطالب اوليكنې خپروي . ددې ترڅنګ په هلمند ولايت كې شاوخوا شپږ راډيوګاني هم شته، چې تعليمي او ښوونيزو خپرونو يې ډېر مينه وال پيداكړي دي . ډېرى هلمندي ځوانان وايي چې په ولايت كې يې يوازې دا نه، چې جګړې كيږي، بلكې ترڅنګ يې ادبي اوهنري كارونه هم هغه څه دي چې ځوانان د جګړو او ناامنيو غم ورباندې غلطوي . | ورسره تړلي نور خبرونه په مورنۍ ژبه زده کړه د هر چا حق دى .24 فبروري, 2008 | افغانستان دنړۍ ((لومړنى)) روغني انځور په باميان کې دى25 جنوري, 2008 | خبرونه دژباړې سيمينار: دپښتوژباړن ولمانځل شول23 نومبر, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||