|
دنړۍ ((لومړنى)) روغني انځور په باميان کې دى | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
يوې جاپاني څيړونکې چې د افغانستان د باميان ولايت په سمڅو کې يې پلټنې کړي دي ادعا کوي چې د نړۍ لومړنى روغني انځور همدغلته کښل شوى دى . يوکو تنگوچي چې د جاپان د کلتوري شتمنيو د ملي څيړنيز انستيتيوت کارپوه ده وايي چې د بودايانو ځينې انځورونه د هنري اثارو په تاريخ کې لومړني روغني انځورونه ښکاري . د جاپانيانو ، اروپاييانو او امريکايي ساينسپوهانو يوه ډله د باميانو په سمڅو کې پر دېوالونو د کښل شويو انځورونو پر بيا رغولو بوخت دي . په دغو انځورونو کې په زرگونو بودايان په خپلو مذهبي جامو ې پلتۍ وهلي ناست دي . نور انځورونه بيا بيزوگانې ښيي ، يا سړي دي چې يوۀ بل ته مخامخ دي او يا هم د ونو پاڼې دي . دغه انځورونه د هندي او چينايي کلتور گډوله ښکاري او ډير امکان دا دى چې د غو انځورگرانو کار به وي چې د ورېښمو پر لرغونې لار به يې سود سودا کوله . د متحدو ايالاتو په لاس انجلس کې د گيتي د کنزروېشن انستيتيوت د باميانو له سمڅو د ٥٣ انځورونو بېلگې څيړلي دي او موندلي يې دي چې ١٩ انځورونه يې روغني دي . جاپانۍ کارپوه تينگوچي د فرانسې خبري اژانس ته وايي (( پر خټينو دېوالونو بيلا بيل روغني کار په دومره پېچلي ډول شوى دى چې ما گومان کاوۀ د منځويو پيړيو ايټاليايي انځورونه وينم چې د ١٤ يا ١٥ پيړۍ دي . )) دغه موندنه به اوس هغه بحثونه بيا تاوده کړي چې د روغني انځورونه په باب و . پخوا دا باور و چې دغه تخنيک په اروپا کې پيدا شوى دى . په ١٦ مه پيړۍ کې په لومړي ځل ايټاليايي هنرمند او طراح جيورجيو وساري د روغني انځورونو په باب په خپل کتاب کې ليکنه وکړه . خو تينگوچي وايي دا ډيره په زړۀ پورې خبره ده چې د منځنۍ اسيا په يوه سمڅه کې يې بېلگه وينو . (( زما اروپايي همکاران هېښ شول ځکه چې دوى په دې باور و چې روغني انځورونه په اروپا کې اختراع شوي دي . دوى دا گومان نه کاوۀ چې دغه ډول تخنيک دې د بودايانو په کومه سمڅه کې دومره په ليرې ځاى کې وموندل شي . )) که څه هم روغني کار په لرغوني مصر ، يونان او روم کې هم کاريدلى دى خو اوس يې په کوم انځور کې بېلگه نشته . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||