|
په مورنۍ ژبه زده کړه د هر چا حق دى . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په کابل کې د مورنۍ ژبې د ورځې د نمانځلو په غونډه کې د پوهنې وزير حنيف اتمر وويل چې نوموړى به د افغانستان ماشومانو ته په خپله مورنۍ ژبه د زده کړو اسانتيا برابروي . نوموړي ژمنه وکړه که په دغه لاره کې د هر راز سياسي فشارونو سره مخ شي خو بيا هم ژمن دى چې دا چاره تر سره کړي . غونډې ته د افغانستان له بېلابېلو ولايتونو څخه په زرگونو کسان، د پارلمان غړي، قومي مشران او د پوهنتونو زده کوونکي ورغلي وو. دغه غونډه د نهو مدني ټولنو، ملگرو ملتونو او اطلاعات او کلتور وزارت له خوا بلل شوې وه . د فبروۍ ٢١مه د ملگرو ملتونو د مورنۍ ژبې د نړيوالې ورځې په نامه نومولې ده ، سربېره پر دې دغې نړيوالې ټولنې روان يانې ٢٠٠٨ ميلادي کال هم د ژبو د کال په نامه نومولى دى . د ژبو د نړيوالې ورځې نمانځنغونډه د افغانستان د ملي سرود په غږولو سره پيل شوه، چې ملگرو ملتونو، د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت او نهو مدني ټولنو يې تابيا کړې وه، د غونډې پر مهال په کابل کې د لويې جرگې تاريخي کيېدۍ په راز راز شعارونه سره پسولل شوې وه چې ټولو په مورنۍ ژبه د زده کړو د ارزښت انځور گري کوله، خو د غونډې سرليک دا شعار و چې په مورنۍ ژبه زده کړه د هر چا حق دى . د افغانستان د پوهنې وزير حنيف اتمر راغليو په زرگونو کسانو ته وويل چې دا حق د دغه هېواد اساسي قانون ټولو ته ورکړى دى، چې دى به يې د پلي کولو لپاره هڅې کوي، نوموړي وويل چې دى به په دې لاره کې هېڅ راز سياسي فشار ته غاړه کې نږدي .
خو د لوى پکتيا د قومي شورا مشر ميراجان سيفي په ښاغلي اتمر تور ولگاوۀ چې گواکې يواځې ژمنې کوي او عملي کار ته اړينه پاملرنه نه کوي. ده وويل:'' زه د لويې پکتيا د شورى په نمايندگي نه بلکې د افغانستان د ټولو قومي شوراگانو په نمايندگۍ د پوهنې له وزير څخه عمل غواړم، دا دوه درې کاله کېږي چې له موږ سره يې د پوهنې او ښوونځيو په باره کې وعدې وکړې خو بدبختانه خپلې ژمنې يې پرځاى نه کړې .'' د افغانستان د مدني ټولنو د بنسټ مشر اسدالله ولولجي د افغانستان د ترک توکمو وگړو په اسازيتوب وينا وکړه . نوموړي خوښي وښوده چې په نوي اساسي قانون کې ددوى د ژبې حق هم خوندي شوى دى . ده وويل:'' هغه ملت چې زه ورسره په دې سيمه يانې افغانستان کې تړاو لرم، نه يې خپله د خپلې ژبې او کلتور ارتقا ته پاملرنه کړې ده،او نه هم د افغانستان تېرو حکومتونو ددغې ژبې د پرمختگ په موخه گام پورته کړى دى، موږ نن ډېر خوشاله يو چې زموږ د هېواد په اساسي قانون کې دغه ملت ته حق ورکړل شوى دى چې په خپله مورنۍ ژبه کې زده کړه وکړي.''
د غونډې ځينې گډونوالو سربيره پر ښوونځيو د پوهنځيو ستونزه هم ياده کړه او ويې ويل چې پښتو ژبې ته پاملرنه نه کېږي د حقوقو پوهنځي زده کوونکى شهزاد گل مصلح وايي چې په دې برخه کې له گڼو ستونزو سره لاس او گرېوان دى . خو د لوړو زده کړو د وزارت مرستيال صابري خويشکي وويل که د پوهنې وزارت ښه بنسټونه کيږدي د لوړو زده کړو وزارت ته به ستونزې هوارې شوې وي. ده وويل:'' د لوړو زده کړو وزارت، د پوهنې او د اطلاعاتو او کولتور وزارتونه وعده سپاري چې د اساسي قانون په رڼا کې، د افغانستان د ملي منافعو په رڼا کې دغه مرام ته د رسېدو په خاطر د پوهنې له وزارت سره به هېڅ ډول خپله مرسته ونه سپموي، او تل به ددوى ترڅنگ ولاړ وي او مرستندوى به يې وي. '' د پوهنې وزارت چارواکو وويل چې ددوى د اوږد مهاله تگلارو له مخه کوم زده کوونکي چې د دوولسم ټولگي برى ليک تر گوتو کوي بايد په دواړو ژبو يانې دري او پښتو زده کړې وکړاى شي. د اطلاعات او کلتور وزارت مرستيال غلام نبي فراهي ژمنه وکړه چې د مورنۍ ژبې د زده کړې په برخه کې به له پوهنې وزارت سره مرسته وکړي،او په تلويزون او نورو اړوندو رسنيو کې به وخت ورکړي. د ملگرو ملتونو د علمي او کلتوري سازمان د مشر کويچيرو ماتسورا پيغام هم د غونډ گډونولو ته ولوستل شو په پيغام کې راغلي وو چې ژبې د ډلو او وگړو د پېژندگلوي هندارې دي، په پيغام کې دا خبره هم راغې وه چې په مورنۍ ژبه زده کړه د کره ښوونې او روزنې او کلتوري رنگارنگۍ لامل گرځي. د مورنۍ ژبې نړيواله ورځ څنگه وټاکل شوه؟ د پاکستان تر جوړېدو وروسته محمد علي جناح اردو د پاکستان قومي ژبه وبلله، د ١٩٥٢ ميلادي کال د فرورۍ په ٢١ نېټه د بنگال خلکو ددغې پرېکړې په وړاندې لاريونونه وکړل، د پاکستان پوځيانو پرې ډزې وکړې او گڼ بنگاليان يې ووژل، د بنگله ديش خلک هر کال دغه ورځ د شهيدانو د ورځې په نامۀ نمانځي په ١٩٩٩ ميلادي کال کې ملگرو ملتونو د بنگه ديش پر وړانديز دغه ورځ د مورنۍ ژبې د نړيوالې ورځې په نامۀ ونوموله . | ورسره تړلي نور خبرونه هلمندي ځوانانوته د زدکړې زمينه برابره شوه18 فبروري, 2008 | افغانستان يونسکو:مورنۍ ژبه دباکيفته زده کړو اړتيا21 فبروري, 2008 | افغانستان د وزارتونولوحې به په پښتو او دري ژبو وي19 فبروري, 2008 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||