|
د وزارتونولوحې به په پښتو او دري ژبو وي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنگ له وزيره د ولسي جرگې د ديني او فرهنگي کمېسيون د اختلافي شپږو ټکو نه پر يوه يې پريکړه وشوه . بله موضوع يې چې د ملي گالرۍ د نوم پر سر وه، د يوې جرگگۍ تر جوړېدو وځنډېده او څلور نورې هغه يې نورو غونډو ته پاتې شوې . د اطلاعاتو او فرهنگ له وزير سره د ولسي جرگې د غړو لانجه هغه مهال راپورته شوه چې د بلخ ولايت د ملي راډيو ټلويزيون درې تنه کارکوونکي د يو شمېر اصطلاحاتو په کارولو سره کسر معاش شول . د هغو شپږو ټکو نه چې د ولسي جرگې د ديني او فرهنگي کمېسيون لخوا د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنگ وزير کريم خرم پرې تورن شوى و، يوازې پر دې ټکي هوکړه وشوه چې له دې وروسته دې د ټولو وزارتونو لوحې او سرليکنې په پښتو او دري دواړو ژبو وليکل شي . خو د ملي نگارستان او د گالرۍ د نوم پر سر خبره د يوې جرگگۍ تر جوړېدو وځنډېده، او دا رنگه د ملي راډيو ټلويزيون دوو تنو کارکوونکو ته د سزا او د دواړو رسمي ژبو د خبري سروېسونو د يو ځاى کولو لانجه نورو غونډو ته پاتې شوه . په غونډه کې يو شمېر استازي د ښاغلي خرم په پلوۍ او يو شمېر نور يې په مخالفت کې ولاړ وو، د فرهنگي او ديني چارو د کميسون مشر محمد محقق وويل دا د هر خبريال حق دى چې په خپلې مورنۍ ژبې رپوټ ورکړي او د هغه پر وينا په دغه تور چا ته سزا ورکول د قانون نه سرغړاوى دى .
دى وايي:'' بنسټيزه خبره دا ده چې قانون او مصطلحات خو خوندي شوي دي، د پوهنتون پر لوحه ليکل شوي د افغانستان پوهنتون،اوس يو تن رسنيو ته راپور ورکوي، هغه په خپله مورنۍ ژبه يا 'دانشگاه' وايي يا يې په خپله مورنۍ انگليسي ژبه وايي يا يې په ازبکي وايي يا په بله يوه ژبه دا خو جرم نه بلل کيږي.'' بل لور ته د اطلاعاتو او فرهنگ وزير په دې خبره ټينگار لارۀ چې په وينا يې هغه هر څه چې کړي د افغانستان د اساسي قانون په تړاو يې تر سره کړي دي . ښاغلى خرم وايي:'' ما چې کوم کار کړى هغه د اساسي قانون د شباړسمې مادې د وروستۍ فقرې سره برابر دى. زه د افغان حکومت کارکوونکى يم، افغانستان خپل اساسي قانون لري. د فرهنگي کمېسيون ځينې غړي به ښايي د اساسي قانون په لويه جرگه کى هم موجود وو چې هغوى دا قانون پاس کړى دى.'' '' هغه اساسي قانون ما ته دا حکم کوي، زه د حکومت د يو کارکوونکي په حيث هغه اساسي قانون عملي کوم. زه په دې اړه حيران يم چې د اساسي قانون په پلي کولو له ما پوشتنه کېږي په داسې حال کې چې په نړۍ که له هغه چا چې سرغړونه يې کړې وي بايد پوښتنه وشي.'' خو هغه اصطلاحات چې د اطلاعاتو او فرهنگ وزير يې د ملي ترمينالوژۍ برخه بولي لا تر اوسه په دغه کمېسيون کې کومه پريکړه نه ده شوې ، د دغې غونډې بهير تر ډيره د لانجو گونجو او تاوتريخوالي سره ملگرى وو. د ولسي جرگې د ديني او فرهنگي چارو جرگگۍ تر هغې وروسته د اطلاعاتو او فرهنگ وزير ور وبالۀ، چې د مزارشريف د ملي راډيو ټلوېزيون دوه تنه خبريالان د دغه وزارت لخوا د يو شمېر اصطلاحاتو د کارولو وروسته نقدي جريمه شول، چې تر هغې وروسته په يو شمېر ولايتونو کې يې بېلابېل غبرگونونه راوپارول . | ورسره تړلي نور خبرونه د شير دروازې پرسر لرغونى دېوال رغول کېږي09 فبروري, 2008 | افغانستان د احمد علي کهزاد سلمه زوکاليزه ونمانځل شوه05 فبروري, 2008 | افغانستان اطلاعات اوکلتور:له قانون پرته بنديزنه منو02 فبروري, 2008 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||