|
د شير دروازې پرسر لرغونى دېوال رغول کېږي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د اطلاعات او کلتور وزارت وايي په پلازمينه کابل کې د شير دروازې د غره پرسر د لرغوني ديوال د بيارغولو چارې به په نژدې راتلونکي کې پيل شي . دغه لرغونى ديوال سلگونو کاله وړاندې د کابل شاهانو په دورې کې د شيردروازې او آسمايي د غرونو پر سر جوړ شوى دى . په تېرو کورنيو جگړو کې يو شمېر خلکو د دغو د يوالونو خاوره او خښتې د خپلو مېنو د آبادولو لپاره کارولي چې له امله يې د ديوالونو ډېره برخه اوس هم ويجاړه پاتې ده . سختو وروښتونو، کورنيو جگړو او د غرونو په لمنو کې د خپلسرو کورونو د جوړېدو له امله د دغه لرغوني ديوال ډېره برخه اوس مهال نړېدلې پاتې ده. که له يوې خوا طبعي آفاتو دغه ديوال ته ډېر زيان اړولى خو بل لوري سيمه ييزو اوسيدونکو د خپلو کورنو د جوړو لپاره له دغه ديواله ډبرې، خاورې او خښتې را ايستي دي. نجيب الله چې کور يې د دغه لرغوني ديوال ته نژدې پروت دى وايي ځينو خلکو د دغه ديوال له ډبرو او خاورو نه خپلې مېنې رغولي دي . دى وايي:'' د گډوډيو پر مهال څوک نه وو چې ووايي دا لرغوني آثار زموږ د هېواد دي او دا مه ويجاړوې. د نړۍ هېوادونه افغانستان د لرغونو آثار له مخې پېژني. دلته يوه ښکلې دروازه او يو هم برج و چې پر شاوخوايې ليکنې شوې وې هغه يې هم ويجاړې کړې.'' په کابل کې د شيردروازې پر غره پروت دغه لرغوني د يوال ته د کورنيو جگړو پر مهال ډېر زيان اوښتى دى . د سيمې اوسيدونکي وايي د کورنيو جگړو په ترڅ کې ځينو تنظيمونو په دغه ديوال کې له کارېدلو ډبرو او خاوروخښتو نه د ځان د خوندي کولو په موخه مورچلې جوړې کړې وې. د سيمې اوسيدونکى ښاغلى نجيب وايي کورنيو جگړو دغه لرغوني ديوال ته نه جبرانېد ونکى تاوان اړولى دى .
دى وايي:'' د ديوال ډبرې هغو کسانو را وويستې چې غوښتل يې د جگړو لپاره مورچلې جوړې کړې، دلته د هغوى مورچلې وې. هغوى د خپلو وسلو لپاره ديوالونه سوري کړي وو، په ديوال کې هغه سورى وگوره، دوى به له دې غاړې د دارالامان خواوې وېشتې. هغه پورته ديوالونه هم د جگړو په ترڅ کې ويجاړ شوي دي.'' په کابل کې د ارتل پله لور ته د لرغوني ديوال نژدې يو کيلومتر برخه په بشپړ ډول ويجاړه شوې او پر ځاى يي گڼ کورونه جوړ شوي خو د ديوال پورتنۍ برخې يې لا اوس هم په خپل حال پاتې دي. په ديوال کې د لگېدليو مردکيو نښې له ورايه ښکاري چې د ليدونکو نظر ځانته را اړوي . په کابل کې يو پخوانى جهادي قومندان چې د نوم له اخيستو ډ ډه کوي دى وايي:'' د دې لپاره، که چېې دښمن پر دغه ځاى بريد کړاى واى او نيولاى واى نو د کابل ښاريان به ژوند نشوى کولاى. نو نقشه به يې ورکوله چې د توپ، بيم څلويښت او بيم دولسو پر مټ بريد وکړي. دغه مورچلې له کابله د دفاع لپاره جوړې شوې وې.'' د افغانستان د اطلاعات او کلتور وزارت دا ټولې څرگندونې او ستونزې مني او وايي په راتلونکي نوي کال کې به د دغه لرغوني ديوال د بيارغولو چارې پيل کړي. د افغانستان د اطلاعات او کلتور وزارت د تاريخي آبداتو د برخې مشر عبدالاحد عباسي بي بي سي ته وويل د شير دروازې د لرغوني ديوال د بيارغولو سروې به په ورې يا حمل مياشتې کې پيل شي. دى وايي:'' موږ د دې ديوال د رغولو لپاره نوى پروگرام په پام کې نيولى دى.'' موږ به په راتلونکي کال کې د دغه ديوال سروې پيل کړو چې د دغه ديوال پر ساتنې او رغونې څومره لگښت راځي او وروسته به بي د بيارغونې چارې پيل کړو.'' د شير دروازې لرغونى ديوال د ځينو تاريخ ليکونو په وينا د دفاعي کرښې په نيت سلگونو کاله وړاندې د کابل شاهانو د حکومت په دورې کې جوړشوى دى. د دغه ديوال د ليدو لپاره هر کال په سلگونو کورني او بهرني سيلانيان دغه ځاى ته ورځي . افغان چارواکي د دغه لرغوني د يوال بيارغول کابل ته د بهرنيو سيلانيانو په راماتولو کې خورا ارزښناک گڼي او وايي له دې لارې به نه يوازې گڼ شمېر بهرني سيلانيان افغانستان ته رامات شي بلکې له دې لارې به د دغه هېواد په کورنيو عوايدو کې د پام وړ ډېروالى راشي . | ورسره تړلي نور خبرونه د احمد علي کهزاد سلمه زوکاليزه ونمانځل شوه05 فبروري, 2008 | افغانستان دسولې يوه ورځ:چمتوالى روان دى20 سپتمبر, 2007 | افغانستان کابل موزيم نندارې ته وړيا پرانيستل کيږي01 فبروري, 2008 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||