BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:39 گرينويچ 2008 ,01 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کابل موزيم نندارې ته وړيا پرانيستل کيږي

کابل موزيم
د کابل موزيم ودانۍ په دې ورستيو کلونو کې دامريکا،ايټاليا او يونان هيوادونو په مالي مرسته د درې نيم لکه امريکايي ډالرو په لگښت له سره رغول شوې ده.
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو په دغه هيواد کې د سيلانيانو د جذبولو پر موخه يو لړ گامونه پورته کړي دي.

د چارواکو په وينا له دې وروسته به د هرې جمعي او نورو رخصتيو په ورځو کې د افغانستان ملي موزيم په وړيا ډول د نندارچيانو په وړاندې پرانيستى وي.

دمگړۍ په دغه موزيم کې شاوخوا 40000 لرغونتوکي راټول شوي چې،5٠0 يې نندارې ته اېښودل شوي دي.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو د رسمي مراسمو په ترڅ کې اعلان وکړ چې،ټول خلک کولى شي د دغۀ موزيم له سلگونو لرغونتوکوڅخه ليدنه و کړي.

په دغو لرغونتوکو کې د يوناني،باختري،کوشاني او اسلامي دورو هغه شامل دي.

د بودا مجسمه او د سره کوتل ډبرليک ددغه موزيم له ارزښتناکو لرغونتوکوڅخه شمېرل کيږي چې، د نندارچيانو د پام وړگرځېدى شي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سلاکار نجيب منلي وويل د راتلونکو څو مياشتو لپاره به د افغانستان ملي موزيم په وړيا ډول د خلکو پر مخ پرانيستى وي چې،موخه يې نړيوالو ته د افغانستان د لرغونتوکو ورپيژندل دي.

هغۀ وويل: '' دمگړۍ به د افغانستان ملي موزيم د هرې جمعې او نورو رخصتيو په ورځو د نندارچيانو په وړاندې په وړيا ډول پرانيستى وي.
دغه کار به د شاوخوا يوه کال پورې دوام وکړي بيا به د نندارچيانو د هرکلي سره سم پرېکړه کوو.''

بودا
د بودا مجسمه او د سره کوتل ډبرليک د دغه موزيم له ارزښتناکو لرغونتوکوڅخه شميرل کيږي چې، د نندارچيانو د پام وړگرځېدى شي.

دموزيم د چارواکو په وينا دم گړۍ په دغه موزيم کې شاوخوا 400٠0 لرغونتوکي راټول شوي دي.

دغه موزيم د کورنيو جگړو له مخه تر سلو زرو ډير لرغونتوکي درلودل چې، د درې لسيزو جگړو پرمهال يې اويا په سلو کې يا ولوټل شول اويا په ناقانونه ډول بهرنيو هيوادونو ته قاچاق شول.

په همدې ترڅ کې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو وويل بهرنيو هيوادونو ته د قاچاق شوو لرغونتوکو د بيا موندلو او افغانستان ته د هغو د لېږدولو هڅې يې پيل کړي دي.

چاروکو د سور لست په نوم دافغانستان د ملي موزيم د ورکو شوو لرغونتوکويو نوملړ هم خپور کړى چې، پکې د نړيوالو پوليسو،هيوادونو او ادارو څخه د دغو لرغونتوکو په موندلو او افغانستان ته د بيرته راگرځولو په برخه کې د مرستې غوښتنه شوې ده.

د غه موزيم د پلازمينې کابل د دار الامان ودانۍ ته څېرمه موقيعت لري چې په دې ورستيو کلونو کې دامريکا،ايټاليا او يونان هيوادونو په مالي مرسته د درې نيم لکه امريکايي ډالرو په لگښت له سره رغول شوې ده.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت