BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:49 گرينويچ 2007 ,18 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ډنمارک: د افغانستان غلا شوي لرغوني توکي ور سپارو

له جگړو مخکې د افغانستان د لرغونو اثارو بيلگې
د افغانستان جگړو ددغه هيواد لرغونې شتمنۍ تر هر څه ډيرې زيانمنې کړې .
د ډنمارک لومړي وزير اندريس فاغ رامسوسن افغان ولسمشر حامد کرزي ته د زمري يوه کوچنۍ لرغونې مجسمه ورکړه .

ښاغلى رامسوسن د افغانستان پر سفر بوخت دى .

نوموړي وويل ،داد هغو څلورزره لرغونو نښو نښانو لومړنۍ هغه ده چې افغانستان ته يي بيرته وروگرځوله .

د ډنمارک لومړى وزير چې په کابل کې له حامد کرزي سره په گډه يو خبري کنفرانس ته خبري کولې نړيواله ټولنه يي وننگوله چې د افغانستان د لرغونو شتمنيو په ژغورنه او خونديتوب کې هر اړخيز او پريکنده گامونه وچت کړي .

ده افغان ولسمشر حامد کرزي ته د خبرو پر مهال بيا بيا کتل او ويويل ،يو څو کاله وړاندې د ډنمارک سرحدي پوليسو د افغانستان هغه تاريخي توکي ونيول چې ډنمارک ته قاچاقيدل .

ده ژمنه وکړه چې دغه توکي به بيرته د افغانستان ملي لرغونتون ته وسپاري .
د افغانستان ډيرى لرغوني توکي د تيرو درې لسيزو په ترڅ کې غلا او بيا بهرنيو هيوادونو ته قاچاق شول .

نژدې ١٣٠٠ نښې نښانې يي د ٢٠٠٧ کال د مارچ په مياشت کې د سويزرلنېډ له يو لرغونتون څخه بيرته افغانستان ته وسپارل شوې .

د افغانستان جگړو ددغه هيواد لرغونې شتمنۍ تر هر څه ډيرې زيانمنې کړې .

د ملي موزيم ډيرى توکي د خپل منځي جگړو په ترڅ کې لوټ او يا هم له منځه يوړل شول .

همدا راز د لرغونو اثارو يو شميرنورو قاچاق کونکو بيا لرغونې سيمې او تاريخي ځايونه وکيندل او د نړۍ بيلا بيلو هيوادونو ته يي د افغانستان د لرغوني تمدن او کولتوربيلگې قاچاق کړې .

افغان ولسمشر حامد کرزې په خوشالۍسره د ډنمارک د لومړي وزير دغه مرسته وستايله

 ،يو څو کاله وړاندې د ډنمارک سرحدي پوليسو د افغانستان هغه تاريخي توکي ونيول چې ډنمارک ته قاچاقيدل .دغه٤٠٠٠بيلگې اوس موږ بيرته افغانستان ته سپارو.
دډنمارک لومړى وزير

او هيله يي وښوده چې نور هيوادونه به هم د افغانستان د لرغونو اثارو په ورگرځولو کې د ډنمارک پر پله پښه کيږدي .

ډنمارک په تيرو څو کلونو کې د افغان زده کونکو لپاره ٢١ مليونه درسي کتابونه هم چاپ کړي دي .

دغه هيواد همدا راز له افغانستان سره د سولې د راگرځولو په برخه کې مرسته کوي او نژدې ٤٠٠ تنه سرتيري يي د افغانستان په سوېل کې چې د هيواد له نورو برخو څخه ډيره نا ارامه سيمه ده د سوله ساتنې دنده په غاړه لري .

لومړي وزير فاغ رامسوسن وويل حکومت يي پريکړه کړې چې په افغانستان کې به د خپلو سرتيرو شميره ډيروي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت