BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 02:46 گرينويچ 2005 ,06 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغانستان سيمه ييز موزيمونه جوړوي
افغانستان پتېيلې ده چې په يو شمير ولايتونو کې موزيمونه جوړ کړي .

د افغانستان د ملي موزيم مشر عمرا خانم مسعودي بي بي سي ته وويل په لوگر ، ننگرهار او کاپيسا ولايتونو کې يې د موزيمونو لپاره مځکې پېرودلي دي .

ښاغلي مسعودي وويل په هرات کې وار دمخه موزيم شته خو د يوۀ کتابتون په ودانۍ کې دى . دى هيله وکړه چې په راتلونکي کې د هرات د موزيم لپاره هم بېله ودانۍ ومومي .

ښاغلي مسعودي له پېلوزي هنري ادبي پروگرام سره په مرکه کې دا هم وويل چې په باميانو کې يې هم شپږ جريبه مځکه ترلاسه کړې او تر هغې يې دېوال راگرځولى دى خو د ودانۍ د جوړولو لپاره د اوس لپاره د مالي مرستو لار څاري

د خوست ، بلخ ، بغلان او تخار په ولايتونو کې لا تر اوسه د موزيم چارواکي د مځکې په پېرودنې نه دي توانيدلي .

په افغانستان کې تر جگړو وړاندې له پلازمېنې کابل څخه پرته په پنځو ولايتونو کې موزيمونه وو خو د جگړو په کلونو کې ويجاړ شول .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت