BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:28 گرينويچ 2005 ,31 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغانستان ورک شوي لرغوني اثار غواړي
رهين
مخدوم رهين دا نه وايي چې ښاغلي بابر د افغانستان لرغوني اثار څرنگه ترلاسه کړي دي .
د افغانستان د اطلاعاتو کلتور وزير مخدوم رهين ادعا کړې ده چې د پاکستان د کورنيو چارو پخوانى وزير جنرال نصير الله بابر له افغانستان څخه تښتول شوي لرغوني اثار له ځان سره ساتلي دي .

ښاغلي رهين په يوۀ ليک کې له مخکيني پاکستاني وزيره وغوښتل چې دغه اثار بيرته افغانستان ته ستانۀ کړي . تر دې دمه د ښاغلي بابر له خوا غبرگون نه دى ښکاره شوى .

د مخدوم رهين ليک د افغانستان د رسمي خبري اژانس له خولې په کابل کې رسنيو په ننيو ( د مرغومي ١٠ د دسمبر ٣١ ) گڼو کې خپور کړى دى .

ورځپاڼو او خبري اژانس دا نه دي ويلي چې په څه ډول ښاغلي بابر دغه اثار ترلاسه کړي دي .

په افغانستان کې د نژدې درو لسيزو د جگړو او د امنيت د نشتوالي له امله ډير لرغوني اثار بهرنيو هيوادونو ته قاچاق شوي دي .

افغان دولت او د ملگرو ملتونو کلتوري ټولنه له ډيره وخته هڅه کوي چې دغه لرغوني اثار بيرته افغان موزيمونو ته ستانۀ شي .


ورسره تړلي نور خبرونه
د پيلوزى د پروگرامونو ارشيف
21 اکتوبر, 2005 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت