|
د احمد علي کهزاد سلمه زوکاليزه ونمانځل شوه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د اطلاعات او کلتور وزارت د دغه هېواد د تاريخ ليکونکي او لرغون پېژندونکي احمد علي کهزاد د زوکړې د سلمې کليزې په وياړ په کابل کې دوه ورځنى سيمينار جوړ کړ . په دغې ياد غونډه کې گڼو ليکوالو، څېړونکو او افغان روڼ اندو گډون کړى او د ښاغلي کهزاد د ژوند، علمي څېړنو او خپرو شويو اثارو په اړه يې مقالې ولوستلې . افغان ولسمشر حامد کرزي هم سمينار ته په لېږلي پيغام کې د ښاغلي کهزاد هلې ځلې ستايلې او هغه يې په افغانستان کې په نوې بڼه د تاريخ ليکنې بنسټ ايښودونکى وبالۀ . دا لومړى ځل دى چې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د احمد علي کهزاد د علمي او څېړنيزو چارو او په تاريخ ليکنه کې د هغه د هلو ځلو درناوى کوي، دغه دوه ورځنۍ غونډه د ښاغلي کهزاد د زوکړې د سلمې کليزې د نمانځلو په پلمه جوړه شوې وه . په دغې ياد غونډه کې گڼو افغان ليکوالو، پوهانو او څېړونکو د ښاغلي کهزاد د علمي څيړنو، او د تاريخ ليکنې په ډگر کې د هغه د هڅو په اړه مقالې ولوستې، افغان ولسمشر هم په لېږل شوي پيغام کې ويلي چې ښاغلي کهزاد پخپلو څېړنو کې د افغانستان د تاريخ ډېر تياره گوټونه روښانه کړي او د راتلونکو څېړنولپاره يې لار پرانيستله . افغان څېړونکي حبيب الله رفيع چې په دغه غونډه کې وينا کوله وويل چې په تاريخ ليکنه کې د ښاغلي کهزاد تگلاره په افغانستان کې تر ټولو نوې، او په علمي او څېړنيزو بنسټونو ولاړه ده .
ده وويل :'' ښاغلي کهزاد د افغانستان او سيمې د تاريخ او لرغونو اثارو په برخه کې گڼ کتابونه ليکلي چې له هغې ډلې نه يې د افغانستان تاريخ ، افغانستان در شاهنامه، غرغښت او له سروبي نه تر اسماره رسالې تل پاتي ليکنې دي .'' ښاغلى کهزاد په ١٢٨٧ لمريز کال په پلازمېنه کابل کې زيږېدلى او په ١٣٦٢ لمريز کال يې د مرگي پور پوره کړى دى، هغۀ په شاهي دارالتحرير، د کابل په ادبي ټولنې د موزيمونو د مشر، د تاريخ پوهانو د ټولنې د مشر، د اريانا مجلې د چلوونکي، د پوهنې په وزارت کې د سلاکار او په ايټاليا کې د افغانستان د سفير په توگه دندې ترسره کړې دي . افغان ليکوالان او څېړونکي سره له دې چې د دغه شان غونډو جوړونه راتلونکو توکمونو ته د فرهنگي سټو په پېژندلو کې ارزښتناک گام گڼي خو ټينگار يې دا دى چې د دغه شان غونډو په جوړولو دې بسنه نه کېږي، هغوى په افغان حکومت غږ کوي چې نن سبا په دې برخه کې لا زيات کار او هڅو ته اړتيا شته . | ورسره تړلي نور خبرونه افغانستان دخپلواکۍ٨٨کليږه لمانځي19 اگست, 2007 | افغانستان کابل موزيم نندارې ته وړيا پرانيستل کيږي01 فبروري, 2008 | افغانستان د 'نه تاوتريخوالي' ورځ په کابل کې ونمانځل شوه02 اکتوبر, 2007 | افغانستان کابل کې د کارگر ورځ ونمانځل شوه01 مۍ, 2007 | خبرونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||